د لاسرسي ځای

تازه خبر

د پاکستان وزيراعظم هند ته د خبرو اترو بلنه ورکړې


د پاکستان وزیر اعظم عمران خان
د پاکستان وزیر اعظم عمران خان

د پاکستان وزيراعظم پر هند غږ کړی چې ستونزې دې د مذاکراتو له لارې ورسره حل کړي.

عمران خان د فبرورۍ پر ۲۷ مه ملت په خپله وينا کې وويل، د هند ترواک لاندې کشمير پلوامه ضلع کې په بريد کې د هندي عسکرو تر وژل کېدو وروسته اسلام اباد هند ته د ترهګرۍ په اړه د خبرو اترو وړاندېز کړی وو.

نوموړې دا څرګندونې له هغه وروسته کړې چې د پاکستان پوځ ادعا وکړه چې د فبرورۍ ۲۷ مې سهار وختي يې د هند دوې جنګي الوتکې په نښه کړې دي.

پاکستان او هند د غلطو اندازو پر اساس د جنګ کولو جوګه نه دي.
عمران خان

عمران خان وويل چې د هند الوتکې ځکه راغوځول شوې چې و ښيي چې که تاسو ( هند) زموږ ( پاکستان) خاورې ته راتللی شی نو پاکستان هم کولی شي چې د هند خاورې ته ورننوزي.

البته هغه زياته کړه چې پاکستان هڅه وکړه چې په ځوابي اقدام کې ولسي وګړيو ته مرګ ژوبله و نه رسېږي.

هغه د هند په مخاطبه کولو سره پوښتنه راپورته کړه چې له دې وروسته به حالات کوم لورې ته ځې؟

د عمران خان په خبره دواړه هېوادونه ددې جوګه نه دي چې د غلطو اندازو پر اساس جنګ وکړي او دده په وينا پکار ده له پوهې او حکمته کار واخیستل شي چې روان تاوتريخوالی نور زيات نشي.

عمران خان وويل چې د وينا هدف يې د خپلو خلکو په اعتماد کې اخیستل دي.

د نوموړې تر وينا له مخه پاکستان ادعا کړې وه چې د هند دوې جنګي الوتکې يې په نښه کړې دي.

د پاکستاني پوځ وياند نيول شوی هندي پايلټ ابي نندان ياد کړی دی.
د پاکستاني پوځ وياند نيول شوی هندي پايلټ ابي نندان ياد کړی دی.

د پوځ وياند مېجر جنرل اصف غفور د فبرورۍ پر ۲۷ مه په پنډۍ ښار کې د خبرې غونډې پر مهال ادعا وکړه چې د چارشنبې سهار وختي يې د هند جنګي الوتکې هغه وخت په نښه کړې چې دده په وينا د پاکستان فضايي حدودو ته ورننوتلې.

هغه ادعا وکړه چې دوه هندي پايلټان يې ژوندي نيولي چې پکې يو زخمي دی او درملنه يې روانه ده.

خو وروسته مازيګر شاوخوا شپږ بجې اصف غفور پر ټویټر پاڼه د نيول شوي هندي پايلټ ويډیو خپره کړه.

د پوځ وياند ددې پایلټ نوم ابي نندان ياد کړی او په ويډیو کې له هغه څخه په ظاهره د پاکستان پوځي چارواکې پوښتنې ګروېژنې کوي.

د حراست پر مهال په جوړې شوې ويډیو کې هندي پایلټ وايي چې د پاکستان د پوځ مننه کوي چې هغه يې له پارېدلو خلکو او عسکرو راخلاص کړ.

له هغه څخه د هند په پوځ کې د هغه د ټولګي په اړه او ددې ترڅنګ د څه هدف لپاره د پاکستان خاورې ته يې الوتکه وردننه کړې وه پوښتنې وشي خو هغه له دغو مالوماتو ورکولو انکار وکړي.

اصف غفور په هند غږ وکړ چې کشاله دې نوره نه اوږدوي.

خو د پاکستاني وياند تر څرګندونو وروسته په نوي ډلي کې هند بهرنيو چارو وزارت ترجمان روېش کمار په خبرې غونډه کې ادعا وکړه چې هند هم د پاکستان يوه جنګي الوتکه په نښه کړې چې دده په خبره هغه د پاکستان تر واک لاندې کشمير کې غورځېدلې ده.

هغه ددې تصديق وکړ چې پاکستان د هند يوه جنګي الوتکه په نښه کړې.

د پاکستان عسکر د هندي جنګي الوتکې له ملبې سره ولاړ دي چې د پاکستاني پوځ په ادعا دوی په نښه کړې. ده
د پاکستان عسکر د هندي جنګي الوتکې له ملبې سره ولاړ دي چې د پاکستاني پوځ په ادعا دوی په نښه کړې. ده

دا تر هغه يوه ورځ وروسته ده چې د سېنشبې پر ورځ د هند بهرنيو چارو وزارت وويل چې ۱۶ جنګي الوتکو يې د پاکستان بالاکوټ تحصيل په جبه سيمه کې د مشکوکو ترهګرو يو روزنيز مرکز يې په نښه کړی دی.

امريکې پر پاکستان او هند د جګړې د نه اوږدولو غږ کړی خو له اسلام اباده يې غوښتي چې پر خپله خاوره دې د ترهګرو ډلو خلاف ګامونه واخلي.

د دواړو هېوادونو ترمنځ حالات تر هغې وروسته دې حد ته ورسېدل چې د فبروۍ په ۱۴مه پاکستان مېشتې جېش محمد وسله والې ډلې د هند په پلوامه کې په يو ځانمرګي بريد کې ۴۴ پولیس ووژل.

اسلام اباد په بريد کې له لاس درلودلو انکار کړی وو.

XS
SM
MD
LG