د لاسرسي ځای

تازه خبر

قرېشي: عمران خان د نشنل کمانډ اتارټي ځانګړې غونډه رابللې ده


شاه محمود قرېشي

د پاکستان وزیراعظم عمران خان نن د ایټمي وسلو او دفاعي چارو د انتظام کمټۍ یانې نشنل کمانډ اتارټي ځانګړې غوڼډه رابللې ده.

د بهرنیو چاور وزیر شاه محمود قرېشي د فرورۍ پر ۲۶مه وویل چې د دې ننۍ غونډې تر څنګه به د پارلمان ګډه غونډه هم را وبلل شي.

ده وویل ، “وزیراعظم عمران خان د فرورۍ پر ۲۷ مه د قومي کمانډ اتارټي د ځانګړې غونډې را بللو امر کړی دی او ادا غونډه به نن وي. هم داسې وزیراعظم د پوځ په ګډون پر ټولو ادارو او ولس غږ کړی دی چې ټولو امکاناتو ته تیار و اوسي”.

دا له هغه وروسته ده چې هندي پوځ وویل چې د ۲۶مې فرورۍ په شپه یې د پاکستان په بلاکوټ کې بمباري کړې ده او د جېش محمد ډلې او روزنیز مرکز یې له منځه وړی او لوی شمېر وسله وال یې وژلي دي.

د پاکستان پوځ او حکومت که څه هم د دې پخلی وکړ چې هندي جنګي الوتکې پاکستانیو حدودو ته ننوتلې دي او بمونو یې غورځولي خو د څه ځاني زیان هندۍ ادعا یې رد کړه.

د پاکستان حکومت او پوځ د لوړې کچې تر غوڼده وروسته وویل چې د هند د بريد په غبرګون کې به د ځوابي کاروايي لپاره د وخت او ځای انتخاب پخپله کوي.

د سیاسي او نړیوالو چارو پوهان وايي ، هند او پاکستان دواړه ایټمي قوتونه دي نو دوي ته په کار ده چې زمه وارۍ مظاهره وکړي او له جنګه ډډه وکړي.

د سیمه ییزو او نړیوالو اړیکو پوه ډاکټر اعجاز خټک مشال راډیو ته وویل ، پاکستان باید د ترهګرۍ په اړه د هند پر تورونو فکر وکړي او هند بابد د کشمیر پر مسله څه وخوځېږي.

ده وویل ، “ په کار ده چې د دواړو هیوادونو مشران له زغمه کار واخلي او جذبات قابو کړي. هم دا خبره د نړۍ مشرانو هم ورته کړې ده. هره مسله په خبرو اترو هوارېږي او بې له خبرو اترو بله لاره نشته”.

د پاکستان پخواني سفیر ایاز وزیر وویل ، په کار ده چې د پاکستان د پارلمان ګډه غونډه وشي او په هغه کې ټولې نړۍ ته وویل شي چې دوي جنګ نه بلکې امن غواړي.

ایاز وزیر وویل ،“په پارلمان کې ناست مشران د ټول پاکستاني ولس منتخب استازي دي او د دوي پرېکړه به د ولس پرېکړه ګڼل کېږي نو په کار ده چې دوي په یوه خوله نړۍ ته ووايي چې دوي امن غواړي او هند د برید په کولو سره تېری کړی دی”.

د هند او پاکستان ترمنځ تاوتریخوالی له هغه وروسته زیات شو چې د فرورۍ پر ۱۴مه د هند تر واک لاندې کشمیر کې ځانمرګي برید ۴۴ هندي عسکر ووژل او په پاکستان کې مېشتې وسله والې ډلې جېش محمد یې زمه واري ومنله.

XS
SM
MD
LG