د لاسرسي ځای

تازه خبر

پاکستان به د ځواب ویلو وخت او ځای په خپله ټاکي: عمران خان


دا د هندي هوايي ځواک د هغو جازونو پخوانی تصوير دی چې په يو پوځي پرېډ کې برخه اخلي

پاکستان ويلي د هندي بريد په غبرګون کې به د ځوابي کاروايي لپاره د وخت او ځای انتخاب په خپله کوي. دا پرېکړه د فېبرورۍ په ۲۶مه د پاکستان وزيراعظم عمران خان په مشرۍ د لوړې پايې په یوه غونډه کې وشوه.

د غونډې په اعلاميه کې ويل شوي د پاکستان بهرنيو چارو وزير شاه محمود قرېشي به د بريد موضوع په نړيواله کچه راپورته کوي.

د پاکستان وزیر اعظم عمران خان او د بهرینو چارو وزیر شاه محمود قرېشي
د پاکستان وزیر اعظم عمران خان او د بهرینو چارو وزیر شاه محمود قرېشي

له دې مخکې د هند بهرنيو چارو سيکريټري ويجې ګوکالي د فېبرورۍ په ۲۶مه په ډیلي کې يوې خبري غونډې ته وويل چې د هېواد هوايي ځواکونو یې نن سهار وختي د پاکستان په بالاکوټ سيمه کې د جیش محمد وسله والې ډلې هغه مرکز ويجاړ کړی دی چې په هند کې د ځانمرګو بريدونو لپاره کسان پکې روزل کېدل.

هند د پاکستان پر خاوره "د جېش محمد مرکز په نښه کړی"
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:01:49 0:00

هغه د وژل شوو کسانو شمېر و نه ښود ځکه چې په وینا یې بريد يې هوايي ځواکونو تازه کړی دی خو ویې ويل، دا ډېر لوی مرکز وو. نوموړي زياته کړه:

''دا مرکز د بالاکوټ په غرونو او ګڼو ځنګلونو کې وو. زموږ د استخباراتي معلوماتو له مخې دلته جېش محمد وسله والې ډلې له خوا په هند کې د نورو بريدونو لپاره ځانمرګي بريدګر روزل کېدل. د دې مرکز مشري د دې ډلې د مشر مولانا مسعود اظهر اوښي، مولانا يوسف اظهر چې د استاد غوري په نامه هم پېژندل کېږي، کوله.''

ويدېش سچيو زياته کړه چې د دې مرکز په نښه کول ځکه ضروري وو چې پاکستان د هغو ترهګرو ډلو خلاف هيڅ نه کوي چې دوی یې په هند کې د حملو په اړه ورته معلومات ورکړي دي.

د پاکستاني پوځ وياند مېجر جنرل اصف غفور نن سهار وختي پر خپله ټويټر پاڼه وليکل چې بالاکوټ ته هندي الوتکې ورننوتې وې چې په مقابل کې د پاکستان جنګي الوتکو کاروایي کړې ده.

هغه زياته کړه چې د هند الوتکې په مظفراباد سیکټر کې د پاکستان تر واک لاندې کشمیر ته ننوتې وې خو د پاکستان جنګي الوتکو په سم وخت ځوابي اقدام وکړ او هندي الوتکو د تېښې پر وخت په بیړه کې له بالاکوټ سره نزدې بمونه غورځولي دي خو چا ته یې ځاني زیان نه دی اړولی.

د هند او پاکستان کړکېچ د کشمير په پلوامه کې د ۴۴ هندي سرتېرو له وژلو پس خپل اوج ته رسېدلی دی. د فېبرورۍ په ۱۴مه شوې د هغې حملې ذمه واري جیش محمد وسله والې ډلې اخیستې وه. هند وایي هغه ډله له پاکستانه فعالیت کوي. تر دې بريد وروسته، د هند وزيراعظم نريندرا مودي خبرداری ورکړی وو چې غاښ ماتوونکی ځواب به ووايي. اسلام اباد په دې اړه د خپل دريځ په ډاګه کولو سره ويلي چې که هند ورسره په دې اړه شواهد شریک کړي نو کاروايي به وکړي.

دا په داسې حال کې ده چې امريکا او ملګرو ملتونو پر پاکستان او هند غږ کړی وو چې ارام دې واوسي.

د هند د ګانګرس ګوند مشر راهول ګاندي د خپل پوځ دا ګام ستایلی دی. نوموړي نن پر ټویټر ولیکل د هند د هوایي ځواک پیلوټانو ته سلام کوي.

پر سوشل ميډيا د پاکستاني پوځ وياند دې خبرې بحث راپارولی چې ويلي يې وو هندي جنګي الوتکې بالاکوت سيمې ته ننوتي وې. يو بالاکوټ په خېبر پښتونخوا او بل د پاکستان تر ادارې لاندې کشمير کې دی. د پاکستاني پوځ وياند وسپيناوی کړی چې ده د کشمير بالاکوټ ياد کړی.

د راپورونو تر مخه د پاکستان بهرنيو چارو وزیر شاه محمود قریشي په خپل دفتر کې يوه بيړنۍ غونډه راغوښتې ده.

XS
SM
MD
LG