د لاسرسي ځای

تازه خبر

د خوست نرسانې او قابله ګانې وايي هر ځای خدمت ته تیارې دي


نوې فارغې شوې نرسانې او قابله ګانې
نوې فارغې شوې نرسانې او قابله ګانې

خوست ـ د افغانستان لپاره د ناورې کمېټې د قابله ګۍ او نرسنګ له ښوونځي څخه ۵۳ نرسانې او قابله ګانې فارغې شوې.

په خوست کې د عامې روغتیا ریاست چارواکي وایي، چې یادو فارغانو د نرسنګ او قابله ګۍ په برخو کې ۱۸ میاشتنۍ مسلکي زده کړې کړي دي.

د قابله ګۍ او نرسنګ له مرکزه فارغو شویو نجونو وویل، دوی تیارې دي په هغو سیمو کې چې ظاهراً نا امنې او لېرې دي، خو د مور او ماشوم د مړینې کچه په کې څه ناڅه ډېره ده او خلک یې روغتیایي خدمتونو ته پوره لاس رسی نلري روغتیايي خدمتونه وړاندې کړي.

د خوست نوې فارغې شوې نرسانې او قابله ګانې
د خوست نوې فارغې شوې نرسانې او قابله ګانې

دوی له کورنیو غوښتنه وکړه چې خپلو خویندو او لوڼو ته د زده کړو فرصت برابر کړي او هغه ښځې او نجونې چې زده کړې یې کړې وي د کار اجازه ورکړي.

د قابله ګۍ او نرسنګ ښوونځي څخه فارغې شوې عاطفې مشال راډیو ته وویل:

"په لرې پرتو سیمو کې صحي خدمات لږ دي، موږ به هڅه وکړو، چې په هغو سیمو کې خلکو ته خدمات وړاندې کړو او هلته د مرضونو وقایه وکړو. زموږ ملاتړ زموږ کورنیو کړی دی، زموږ پلرونو او وروڼو کړی دی، همداسې مې له نورو کورنیو هم هیله داده چې خپلې لوڼې زده کړو ته پریږدي او اجازه ورکړي چې کار وکړي.))

ډاکټره خدیجه صافۍ
ډاکټره خدیجه صافۍ

په خوست کې د قابله ګۍ او نرسنګ ښوونځي مسوولې ډاکټرې خدیجې صافۍ وویل چې فارغو شوو ښځو او نجونو پر روغتیایي زده کړو سربېره یو شمېر ټولنیز مهارتونه هم زده کړي چې د کورني تاوتریخوالي په حل کولو کې به ورڅخه کار اخلي.

دې وویل، په فارغو شویو نجونو کې ۲۶ يې نرسانې او ۲۷ يې قابلې دي.

سره لدې چې خوست په وروستیو کلونو کې په حکومتي او خصوصي سکټور کې د روغتیا له برخې څخه ډېرې فارغانې ورکوي خو ټولې نشي کولی چې په اړوندو برخو کې دایمې کار او دنده پیدا کړي.

د خوست والي محمد حلیم فدایي وویل، دوی به فارغو شوو نجونو لپاره له کار موندلو مخکې په یو شمېر روغتیايي مرکزونو کې د عملي کار او زده کړو زمینه برابره کړي.

د ده په وینا په راتلونکې کې به په رسمي روغتیایي مرکزونو کې د نویو ګمارنو پر مهال هغو نجونو ته چې عملي زده کړې یې کړې وي د جذبولو لومړیتوب ورکړي.

د خوست د عامې روغتیا سرپرست رئیس ډاکتر ګل احمد شاه په خبره په یاد ولایت کې د افغانستان لپاره د ناورې کمېټې د قابله ګۍ او نرسنګ له ښوونځي څخه د دې ۲ دوره په ګډون د بېلا بېلو نړیوالو بنسټونو او انجو ګانو په مالي او تخنیکي ملاتړ ۸ دورې نرسانې او قابله ګانې فارغې شوي او ډېری یې د خوست په مختلفو روغتونونو او کلینکونو کې پر دندو بوختې دي.

دده په وینا که څه هم د دې دورې په فارغیدو سره د ناروې کمیټې دا پروګرام ختمیږي، خو دې سره جوخت په عوض يې د OHPM په نوم یوه بله غیر دولتي موسسه د نرسانو او قابله وو د روزنې پروګرام پیل کړي.

XS
SM
MD
LG