د لاسرسي ځای

تازه خبر

افغان کرکټ لوبډلې په یوه لوبه کې څلور نړیوال ریکارډونه جوړ کړل


پخوانی عکس
پخوانی عکس

د افغانستان د کرکټ لوبډلې د ایرلېنډ لوبډلې ته په دویمه ۲۰ اوریزه لوبه کې تر دلچسپه بازۍ وروسته په ۸۴ منډو ماته ورکړه او د درو لوبو د لړۍ لومړۍ دواړه یې وګټلې.

افغان لوبډلې په دې لوبه کې د نړۍ له بېلا بېلو لوبډلو او لوبغاړو څخه څلور نړیوال ریکارډونه د ځان په نامه کړل. د دې ریکارډونو تفصیل په لاندې ډول دی.

په شل اورونو کې د لوبډلې تر ټول زیاتې منډې

د افغانستان د کرکټ لوبډلې د فرورۍ پر ۲۳مه د هند په راجیو ګاندهي میدان کې د ایرلېنډ په وړاندې په ۲۰ اوریزه لوبه کې د درو لوبغاړو په سر ۲۷۸ منډې وکړې.

دا تر اوسه د ۲۰ اوریز کرکټ په یوه لوبه کې تر ټولو زیاتې منډې یعني نړیوال ریکارډ دی.

تر دې وړاندې دا نړیوال ریکارډ له اسټرالیا سره وو چې د ۲۰۱۶م کال د سپټمبر پر شپږمه نېټه یې د سري لنکا پر وړاندې په ۲۰ اورونو کې د درو لوبغاړو په سر ۲۶۳ منډې کړې وې.

په ۲۰ اوریز کرکټ کې تر ټولو لویه ملګرتیا

د افغانستان د کرکټ لوبډلې حضرت الله ځاځي او عثمان غني د ایرلېنډ په وړاندې په دې لوبه کې د لومړي وکټ په ملګرتیا یا پارټنرشپ کې په ۱۷ اعشاریه درې اووه کې ۲۳۶ منډې وکړې.

دا تر اوسه په ۲۰ اوریزو نړیوالو لوبو کې تر ټولو لوی پارټنرشپ دی او نړیوال ریکارډ دی.

تر دې وړاندې د اسټرالیا ارون فینچ اومېتهیو شارټ د ۲۰۱۸م کال د جولايي پر ۳مه د زمبابوې په وړاندې د لومړي وکټ په شراکت کې ۲۲۳ منډې کړې وې.

په یوه ۲۰ اوریزه لوبه کې د لوبډلې تر ټولو زیاتې شپږیزې

د افغانستان د کرکټ لوبډلې د ایرلېنډ په وړاندې په دې لوبه کې ۲۲ شپږیزې ووهلې. دا هم په ۲۰ اوریز کرکټ کې نړیوال ریکارډ دی.

تر دې وړاندې د ویسټ انډیز لوبډلې د ۲۰۱۶م کال د اګست پر ۲۷ د هند په وړاندې په یوه ۲۰ اوریزه لوبه کې ۲۱ شپږیزې وهلې وې.

په یوه ۲۰ اوریزه لوبه کې د یوه لوبغاړي تر ټولو زیاتې شپږیزې

د افغانستان حضرت الله ځاځي د ایرلېنډ په وړاندې دې لوبه کې ۱۶ شپږیزې ووهلې کوم چې یو شخصي نړیوال ریکارډ دی.

تر دې وړاندې په یوه لوبه کې زیاتې شپږیزې د اسټرالیا ارون فینچ د ۲۰۱۳م کال د اګست پر ۲۹مه د انګلېنډ په وړاندې وهلې وې.

حضرت الله ځاځي په دې لوبه کې ۱۶۲ منډې وکړې خو اوټ نه شو. نوموړی په یوه شل اوریزه لوبه کې تر ټولو د زیاتو منډو جوړونکو لوبغاړو په قطار کې دویم مقام ته ورسېد.

دا نړیوال ریکارډ د اسټرالیا له ارون فیتچ سره پاته دی. هغه د زمبابوې په وړاندې په یوه لوبه کې ۱۷۲منډې کړې وې خو اوټ شوی وو.

د افغانستان او ایرلېنډ ترمنځ به دریمه او وروستۍ ۲۰ اوریزه لوبه د فرورۍ پر ۲۴مه ترسره کېږي.

دا لوبډلې به له هغه وروسته پنځه یو ورځنۍ او یوه ټسټ لوبه هم سره کوي.

افغان لوبغاړی حضرت الله ځاځی
افغان لوبغاړی حضرت الله ځاځی

XS
SM
MD
LG