د لاسرسي ځای

تازه خبر

خلیلزاد له ترکي چارواکو سره پر افغان سوله خبرې کړې دي


زلمی خليلزاد
زلمی خليلزاد

پراګ- د افغانستان سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد د فبرورۍ پر ۲۱مه د ترکیې د بهرنیو چارو د وزارت له مرستیال او همداراز د ترکیې د ولسمشر له لوی سلاکار ابراهیم کالین سره بېل بېل ملاقاتونه کړي دي.

د ترکي رسنیو د راپور له مخې خلیلزاد او کالین په خپله کتنه کې په افغانستان کې د سولې د ټینګښت لپاره د روانو هڅو او د افغانستان د وروستیو پرمختګونو په اړه خبرې وکړې.

خلیلزاد بېګا شپه پر ټویټر په یوه بیان کې کښلي چې هغه د ترکیې بهرنیو چارو وزارت له مرستیال او د دې هېواد د ولسمشر له لوی سلاکار څخه د ناټو په مشرۍ د غوڅ ملاتړ د ماموریت په چوکاټ کې د ترکیې د دوامداری ژمنې لپاره مننه وکړه.

ټاکل شوې چې خلیلزاد به د راتلونکې اونۍ د دوشنبې په ورځ له طالب استازیو سره د خبرو لپاره قطر ته له روانېدو مخکې بلجیم، جرمني او افغانستان ته هم سفرونه وکړي.

XS
SM
MD
LG