د لاسرسي ځای

تازه خبر

بلوچستان کې به د سعودي عرب پانګونه خوندي وي؟


د بلوچستان ګوادر بندر چې سعودي عرب پکې د تېلو پاکولو کارخانه جوړوي
د بلوچستان ګوادر بندر چې سعودي عرب پکې د تېلو پاکولو کارخانه جوړوي

د بلوچستان د کورنيوو چارو صوبايي وزير ضيا الله لانګو د فرورۍ په اتلسمه مشال راډيو ته وويل د پاکستان او چين اقتصادي راهدارۍ پروژې امنيت يې په ښه توګه ساتلی دی او د سعودي عرب د پانګې ساتلو ته هم تيار دي.

د هغه په وېنا دلته هر کېدونکی پرمختګ ځوانانو ته کار روزګار برابروي چې ورسره به امن ښه کېږي. هغه زياته کړه: ((په دې کې شک نشته چې هر څای کې سرمايه کاري کېږي هلته غريبي ختمېږي او ترقي ورسره راځي. دلته اوس د ترهګرۍ مسله نشته. کومه مسله چې ده هغه هم په آخري مرحله کې ده. ځينو ځايونو کې چې امنيت خراب دی، هلته موږ کوښښ کوو. تاسي به پکې په څلورو يا پنځوو مياشتو کې بدلون ووينئ.))

که بهرنيان هم راځي موږ ورته امنيت برابرولی شو.
ضيا الله لانګو

په بلوچستان کې له پاکستانه د ازادۍ غوښتلو لپاره ګڼې وسله والې ډلې مبارزه کوي. دوی وخت په وخت پر امنيتي ځواکونو او پرمختيايي پروژو کې پر کار کوونکو خونړۍ حملې کړې دي. په همدې حال کې ګاونډي هېوادونه ايران او افغانستان تور پور کوي چې له بلوچستانه هغه وسله وال د حملو لپاره وراوړي چې پاکستان يې ملاتړ کوي. اسلام اباد دا تور نه مني.

نو د دومره ډېرو وسله والو ډلو په موجوديت کې به د سعودي عرب له خوا د تېلو پاکولو کارخانې يا آيل ريفاينري پروژه څنګه بشپړه او بريالۍ شي؟

په قامي اسمبلۍ کې د حکمران تحريک انصاف ګوند سره تعلق لرونکي، د بلوچستان استازي مير خان محمد جمالي مشال راډيو ته د فرورۍ په اتلسمه د دې په ځواب کې وويل چې د امنيت مسله ځکه دومره لويه اندېښنه نه ده چې په صوبه کې پوځ او ايف، سي ځواکونه ډېر فعاله دي.

بلوچان خو ټول عمر يوازې مزدوريانې نه شي کولی. بايد هنر زده کړي.
جمالي

هغه زياته کړه چې بيا هم ځوانانو ته د کار پېدا کولو ضرورت شته چې وسله والو سره ملګري نه شي: ((د چين او پاکستان په اقتصادي راهدارۍ پروژه يا سي پيک کې هم بلوچستان ته هيڅ نه دې ورکړل شوي. يوازې يو سړک دی له ژوبه تر ډېره اسماعيل خانه. ګوادر بندر خو به دوی هسې هم سماوه. هغه یې د بلوچستان لپاره نه دی کړی. ما وزيراعظم ته ويلي چې اوس د سعودي عرب د سرمايه کارۍ پر مهال بايد زموږ ځوانان وروزل شي.))

د سعودي عرب وليعهد له خوا په بلوچستان کې د تېلو پاکوونې کارخانې آيل ريفاينري د لګولو په اړه دغلته په صوبايي اسمبلۍ کې د فرورۍ په شپاړسمه يو قرارداد هم منظور شوی دی.په دې قرارداد کې راغلي چې حکومت دې دې نوې پروژې لپاره د زمکې ورکولو پر مهال د سړکونو او صنعتي زونونو جوړول يقيني کړي او ځايي خلکو ته دې پکې کار ورکړي.

XS
SM
MD
LG