د لاسرسي ځای

تازه خبر

افغان حکومت عمران خان سره د طالبانو لیدنې په اړه ملګرو ملتونو ته شکايت خط لېږدولی


د طالبانو پلاوی تر دې مخکې مسکو ته سفر کړی دی
د طالبانو پلاوی تر دې مخکې مسکو ته سفر کړی دی

پراګ - په ملګرو ملتونو کې د افغانستان دايمي استازولۍ د دې ادارې امنيت شورا ته د فرورۍ په پنځلسمه لېږلي ليک کې د پاکستان حکومت له خوا طالبانو ته اسلام اباد ته د ورتګ په بلنه اندېښنه ښودلې ده.

د افغان حکومت يو چارواکي د دې ليک يوه کاپي د فبرورۍ پر ۱۷مه مشال راډيو ته په دې شرط رالېږدولې چې نوم به يې نه اخلو.

په خط کې پاکستان ته د ورتلونکو اتو طالبانو مشرانو نومونه، تصويرونه او معلومات ورکړل شوي چې په وېنا يې د ملګرو ملتونو د نړيوالو بنديزونو لاندې دي او د پاکستان وزيراعظم عمران خان سره د دوی ملاقات به د هغې وسله والې ډلې په رسميت پېژندل وي چې د افغانستان ثبات او د افغانانو امنيت ته جدي خطر پېښوي.

مشال راډيو ته رسېدلو معلوماتو تر مخه ملګرو ملتونو د دې ليک اخيستل تاييد کړې او د خپل کاري طريقه کار له مخې يې پاکستان او نورو هېوادونو ته لېږلی دی. تر اوسه پاکستان د دې ليک د ترلاسه کولو او افغان حکومت د دريځ په اړه څه نه دې ويلي.

تر دې مخکې طالبانو اعلان کړی وو چې د فرورۍ په اتلسمه به يې يو پلاوی اسلام اباد ته ورځي او هلته به د وزيراعظم عمران خان تر څنګ د امريکې استازو سره د افغانستان سولې په اړه خبرې وکړي.

په ملګرو ملتونو کې د افغانستان دايمي استازولۍ د دې ادارې امنيت شورا ته په لېږل شوي خط کې ويل شوي چې د افغان حکومت دريځ دا دی چې د سولې ټولې هڅې بايد د دوی سره په مشوره وشي او په اسلام اباد کې د کېدونکې ناستې په اړه دوی سره سلا نه ده شوې.

طالبانو د فبرورۍ پر ۱۲مه په يوه خبرپاڼه کې وويل چې اسلام اباد ته به د دوی ۱۴ کسيز پلاوی د شير محمد عباس ستانکزي په مشرۍ سفر کوي.

په ملګرو ملتونو کې د افغانستان دايمي استازولۍ په ليک کې راغلي چې په دوی کې ستانکزی، ضیاالدين مدني، عبدالسلام حنفي، شهاب الدين دلاور، عبدالطیف منصور، عامر خان متقي، فضل محمد مظلوم او نورالله نوري د ملګرو ملتونو د امنيت شورا په تور لېست کې دي او بنديزونه پرې لګېدلي دي.

په ليک کې د پاکستان پر حکومت غږ شوی چې پر خپله خاوره د هغو ترهګرو ډلو خلاف ګامونه واخلي چې د افغانستان، پاکستان او سيمې ته ګواښ دي.

پاکستان په پخوا وختونو کې خپل دا دريځ تکرار کړی چې دوی د افغانستان امنيت ته ژمن دي او په دې لړ کې به د خپل وس مطابق کار کوي.

XS
SM
MD
LG