د لاسرسي ځای

تازه خبر

شهباز شریف په ضمانت خوشې شو


د پنجاب پخوانی وزیراعلی شهباز شریف
د پنجاب پخوانی وزیراعلی شهباز شریف

پراګ ـ د لاهور سترې محکمې د فبرورۍ پر ۱۴مه، په یوه پرېکړه کې، د دپنجاب صوبې د پخواني وزیراعلی شهباز شریف د ضمانت درخواست قبول کړی دی.

نوموړی په اشیانه اقبال ودانیزه پروژه او رمضان شوګر ملز په دوسیو کې تورن دی.

شهباز شریف د ۲۰۱۸م کال د اکتوبر پر پنځمه نېټه د احتساب بیورو لخوا، په اشیانه اقبال هاوسنګ سکیم کې د درغلیو په تور نیول شوی وو.

د دوو قاضیانو پینل چې مشري یې جسټس ملک شهزاد کوله، د ضمانت د درخاست له قبلولو وروسته د شهباز شریف د خوشې کولو امر وکړ.

شهباز شریف د مسلم لیګ (ن) ګوند مشر دی او د ملي احتساب د بیورو یا نیب په قید کې یې ۸۰ ورځې تېرې کړې دي.

د شهباز شریف پر مشر ورور او پخواني وزیراعظم نواز شریف هم د درغلۍ تورونه دي. نوموړی چې په کوټ لکبټ جېل کې یې د بند شپې تېرولې، د فبرورۍ پر درېیمه یې صحي وضع خرابه شوه او د لاهور سروېسز روغتون ته ولېږدول شو.

خو هغه مهال د پنجاب د اطلاعاتو وزير فیاض الحسن چوهان ویلي وو چې له علاجه وروسته به نوازشریف یو وارې بیا زندان ته لېږل کېږي.

د ۲۰۱۸م کال د دسمبر په ۲۴مه د اسلام اباد احتساب عدالت، د پاکستان پخوانی وزیراعظم نواز شریف ته د العزیزیه ملز په کیس کې د ۷ کلونو بند سزا اورولې وه چې وروسته یې دی د لاهور کوټ لکپت زندان ته ولېږل شو.

XS
SM
MD
LG