د لاسرسي ځای

تازه خبر

اسلام اباد: د خبریالانو روانې مظاهرې یوې میاشتې ته رسېږي


په اسلام اباد کې د خبریالانو احتجاج (پخوانی عکس)

د پاکستان په پلازمېنه اسلام اباد کې د خبریالانو احتجاجي مظاهرې د فرورۍ پر ۱۳مه هم دوام درلود کومه چې له تېرو ۲۶ ورځې روانه ده.

دوي د رسنېو له مالکانو غوښتنه کوي چې په تنخاګانو کې يې ورله کومه کمي کړې نه صرف خپله دغه پريکړه بیرته واخلي بلکې پر وخت دې ورته تنخا ورکوي.

د پنډۍ اسلام اباد ژورنالستانو اتحاديې - ار ای يو جې - مشر مبارک زيب د فرورۍ پر ۱۳مه مشال راډیو ته وویل په پاکستان کې د ېو شمير ټي وي چېنلو او ورځپاڼو مالکانو د تير کال په ورستیو مياشتو کې نه یوازې په سلګونه کارکونکي په جبري توګه له نوکریو لرې کړل بلکې د پاتي ملازمينو په تنخاګانو کې یې له له ۳۰ تر ۵۰ فیصدهکمی هم وکړ.

نوموړي وویل ،“ د رسنیو د مالکانو دې ظلم زياتي پحقله له تيرو څو مياشتو راهسې وخت پر وخت د جيو ټي وي ، ډان ، اېکسپرېس ، سماء ، نوای وقت، بول، کپيټل او داسې نورو یو شمير ټي وي چېنلونو او ورځپاڼو دفترونو مخې ته يې مظاهرې روانې دي”.

خبریالان وايي چې دا ستونزه یې د ۲۰۱۸م کال په اګست کې رامنځ ته شوې وه چې لا هم دوام لري او د رسنیو مالکان یې هواري ته پام نه کوي.

خو د رسنېو مالکان دريځ لري چې نه یوازې د موجوده حکومت لخوا ورته ډير کم اشتهارات ورکول کېږي بلکي بقاېاجات ورته هم پاتې دي چې له کبله يې دوي په خساره کې روان دي.

د دوي په وینا ، دې ته مجبور دي چې ځينې ملازمين يې له نوکریو لرې کړي او د نورو یې تنخاګانې کمې کړې دي.

په اسلام اباد کې ميشت خبرېال طارق وردګ وايي مالکان ورته د تيرو درو مياشتو راهسې صرف پنځويشت (۲۵) فيصده تنخا ورکوي په کوم چې ګزاره کول ډير ګران دي نو ځکه هره ورځ د خپلو حقونو لپاره مظاهرې کوي.

د اسلام اباد پرېس کلب پخواني سيکرټري شکيل انجم مشال راډيو ته ویلي چې د مطبوعاتو پرضد دا یو ډير لوی سازش روان دی او پرشا يې د حکومت ، اسټبلشمنټ او عدليې لاس دی.

د ده په وینا ، دا ټول هڅه کوي چې د ملک خبري رسنۍ په خپل واک کې وساتي او د رسنیو مالکان هم له دوي سره ملګري شوي دي.

د شکیل انجم په وینا ، که څه هم دوي پر دې افسوس کوي چې د حکومت لخوا تر اوسه څه عملي ګامونه نه دي پورته بلکې تر هغه وخته به مظاهرې کوي چې ستونزې یې نه وي هوارې شوې.

د پاکستان د اطلاعاتو او خپرونو وفاقي وزير فواد چوهدري په جنوري کې په ملک کې د خبریالانو تر مظاهرو ورسته په کراچۍ کې مطبوعاتو ته ويلي وو چې حکومت مطبوعاتي ادارو ته اشتهارات ورکولو لپاره یوه نوې پاليسي جوړوي.

د ده په وینا د هغې له مخې به هغو ادارو ته اشتهارات ورکوي کومې چې پر وخت خپلو کارکونکو ته د تنخاګانو ورکولو تر څڼګ د مزدورانو د قانون خيال ساتي.

XS
SM
MD
LG