د لاسرسي ځای

تازه خبر

د IMF استازې: پاکستان ته قرض ورکوو خو اصلاحات بايد وکړي


د پاکستان لپاره د IMF استازې، تيريسا دابان سانچيز
د پاکستان لپاره د IMF استازې، تيريسا دابان سانچيز

د پېسو نړيوال صندوق يا آی، ايم، ايف چارواکي وايي پاکستان ته د قرض ورکولو فېصله حتمي شوې نه ده او منتظر دي چې د دوی د غوښتنې مطابق اصلاحات عملي شي.

په پاکستان کې د آی، ايم، ايف استازي تيريسا دابان سانچيز د فرورۍ په يوولسمه مشال راډيو سره په ځانګړو خبرو کې وويل چې د پاکستان وزیراعظم او د يادې ادارې د مشرې کریسټين لوګارد د فرورۍ په لسمه شوی ملاقات ښه پرمختګ وو خو لا هم اسلام اباد ته د پېسو په ورکړې سلا نه ده شوې.

هغې زياته کړه: ((زه تاسو ته کوم تاريخ نه شم درکولی چې په دې مياشت کې به پېسې ورکړو. ډېر کار لا هم پاتې دی. آی، ايم، ايف له پاکستانه غواړي چې په خپل اقتصاد کې بې توازني سمه کړي. ځيني اصلاحات بايد وکړي. خساره بايد کمه کړي. کرنټ اکاونټ بېلنس (د پورونو اخيستلو توازن) او د تجارت په برخه کې دې داخلي توازن برابر وساتي. درامدات يې بيخي ډېر دي. برامدات یې بايد زيات شي. بله مسله د انرژۍ د صنعت چې ګردشي قرضې يې زياتې دي. بايد راکمې يې کړي.))

اسد عمر: IMF سره د يوې ښې معاهدې خواته روان يو
اسد عمر: IMF سره د يوې ښې معاهدې خواته روان يو

پاکستان د خپل اقتصاد سم ساتلو او بهرنيوو قرضو خلاصولو لپاره په دې وروستيوو کې له متحده عرب اماراتو او سعودي عرب څخه خوا او شا څلور اربه ډالر اخيستي دي. خو دا پېسې يې لا هم د ضرورت پوره کولو لپاره کافي نه دي.

د پاکستان خزانې وزير اسد عمر تېر کال په نومبر مياشت کې ويلي وو چې نهه اربه ډالرو ته اړ دي او له آی، ايم، ايف شپږ اربه ډالر غواړي.

نوموړي د فرورۍ په يوولسمه په پېښور کې د تجارانو سره د ناستې په دوران کې وويل چې د هېواد اقتصاد به يې هله په پښو ودرېږي چې برامدات یې زيات شي. هغه زياته کړه: ((د آی، ايم، ايف سره به زموږ ښه معاهده وشي. هغوی سره زموږ د نظر اختلاف کم شوی دی. آی، ايم، ايف په نظر کې بدلون راغلی دی. نو هغه معاهده به وشي. خو اصلي بدلون به ستاسو له سرمايه کارۍ راځي. هله به راځي چې تاسو اقتصاد او تجارت پر مخ يوسئ.))

IMF کيدای شي دا شرط وړاندې کړي چې د ورکول کېدونکو قرضو د خلاصولو د ضمانت په خاطر بايد پاکستان خپل درامد زيات کړي. لکه په اوبو، ګېس، بجلۍ او تېلو هغه مراعات ختم کړي چې حکومت یې خلکو ته ورکوي. دې سره به ګراني زياته شي.
د اقتصادي چارو پوه، ډاکټر معراج الحق

د وزيراعظم عمران خان په مشرۍ د تحريک انصاف حکومت د ۲۰۱۸ کال په اګست مياشت کې کار پېل کړ. له لومړيوو ورځ عمران خان ويل چې که د اقتصاد ښه کولو لپاره ګامونه وانخلي نو بحران سره مخ کېدلی شي.

د اقتصادي چارو پوه، ډاکټر معراج الحق د فرورۍ په يوولسمه، مشال راډيو ته وويل چې پاکستان له دې بحرانه وتونکی دی خو له ای، ايم، ايف څخه د پېسو اخيستل به پر عوامو فشار واچوي.

وزيراعظم عمران خان هم د فرورۍ په لسمه د پېسو نړيوال صندوق يا آی، ايم، ايف د مشرې کريسټين لوګارد سره په دوبۍ کې تر ملاقات وروسته مطبوعاتو ته ويلي وو چې له دغې ادارې څخه د قرض اخيستل به پر خلکو له درده ډک اغيز ولري خو هغه زياته کړې وه چې په اوږد مهال کې د پاکستان اقتصاد ښه ساتلو لپاره د دې پېسو اخیستل ضروري دي.

XS
SM
MD
LG