د لاسرسي ځای

تازه خبر

وزیراعلا په قبایلو کې د عدالتونو جوړول منظور کړل


فاټا اوس اووه قبایلي ضلعې لري
فاټا اوس اووه قبایلي ضلعې لري

اسلام اباد ـ د خېبر پښتونخوا وزیراعلا په پخوانۍ فاټا کې د عدالتونو د جوړولو منظوري ورکړېده.

محمود خان د فبرورۍ پر نهمه ویلي، په لومړي قدم کې به په قبایلي ضلعو کې د عدالتونو لپاره قاضیان او نوره عمله په کار ګومارل کېږي، څو دغلته کار پیل کړل شي.

د وزیراعلا له دفتره په خپره اعلامیه کې ویل شوي، په قبایلي ضلعو کې به د اووه ضلعي او اووه سېشن قاضیانو، ۱۴ اېډېشنل او سېشن قاضیانو په ګډون د ۹۰۰ نه په زیاتو څوکیو به کسان په کار ګومارل کېږي.

د خیبر پښتونخوا وزیراعلی قبایلي ضلعو کې د عدالتونو منظوري ورکړه
د خیبر پښتونخوا وزیراعلی قبایلي ضلعو کې د عدالتونو منظوري ورکړه

په اعلامیه کې ویل شوي چې په قبایلي ضلعو کې په عدالتونو به د کال په سر ۵۴۰ مېلیونه روپۍ مصرف راځي.

د خېبر پښتونخوا د اطلاعاتو وزیر شوکت یوسفزی وايی، اوس چې په قبایلي ضلعو کې د عدالتونو منظوري ورکړل شوېده نو ډېر زر به هلته دغه عدالتونه خپل کار هم شروع کړي.

د نوموړي په وینا په ځینو قبایلي ضلعو کې چې د عدالتونو لپاره ودانۍ موجودې دي، هلته به خلک خپلې مسلې دغو عدالتونو ته وړي او په کومو سیمو کې چې ودانۍ نشته، هلته به د ودانیو بندوبست کوي.

د قانوني چارو پوه شهاب الدین خټک وايي، دا د صوبايي حکومت یو لوی ګام دی او اوس به د قبایلو محرومۍ ختمې شي او هغوی به هم د اپیل او دلیل حق تر لاسه شي.

نوموړی وايي، کله چې په قبایلي ضلعو کې عدالتونه کار شروع کړي نو خلک به خپلې مسلې هلته وروړي، خو تر څو چې دغو عدالتونو کار نه وي شروع کړی نو پېښور های کورټ او سپریم کورټ به دا اختیارات کاروي.

XS
SM
MD
LG