د لاسرسي ځای

تازه خبر

نادرا وايي زرګونه پاکستانیانو د مرستو لپاره جعلي افغان کارډونه اخیستي


پاکستان او ملګرو ملتونو افغان کډوالو ته ځانګړي کارتونه ورکړي.
پاکستان او ملګرو ملتونو افغان کډوالو ته ځانګړي کارتونه ورکړي.

پراګ ـ په پاکستان کې د خلکو د راجسټریشن ملي اداره ( نادرا) وايي،زرګونو ځايي خلکو د افغان کډوالو په نامه ځانونه له دوی سره راجسټر کړي دي.

نادرا د دې ډول خلکو شمېر له ۱۰ زره څخه لوړ ښيي.

د پاکستانۍ انګلیسي ژبې ورځپاڼې ډان د راپور ترمخه د نادرا مشر عثمان یوسف مبین د جمعې په ورځ د پاکستان په سېنېټ کې د کورنیو چارو د کمیټۍ غونډې ته وویل، دغو پاکستانيو وګړیو دا جعلي کار په دې غرض کړی چې د ملګرو ملتونو د کډوالو له ادارې څخه خپل هېواد ته ستنیدونکیو افغان کډوالو لپاره مالي مرستې ترلاسه کړي.

په جعلي طریقه مرستې ترلاسه کول اسانه نه دي.
د کډوالو د نړېوالې ادارې ویاند قیصر اپریدی

د سېنېټ د کورنیو چارو د کمیټۍ غړي محمد جاوید عباسي په دې هکله د فبرورۍ په نهمه نېټه مشال رېډیو ته وویل، په یاده غونډه کې د پښتنو د بلاک یا بندو شویو کارډونو په اړه خبرې کېدلې نو دغه موضع هم پکې مخې ته راغله:

«د نادرا مشر وویل چې د افغانستان ځینو پښتنو هم پاکستاني شناختي کارډونه ترلاسه کړي چې دوی یې اوس د ختمولو لړۍ شروع کړېده نو په دې شک کې کله کله د پاکستان د پښتنو کارډونه هم بلاک کیږي خو له تصدیق وروسته بیرته فعاله کړل شي.»

پاکستان کې ۱۳ لکه راجستر افغان کډوال ژوند کوي
پاکستان کې ۱۳ لکه راجستر افغان کډوال ژوند کوي

نوموړي زیاته کړه، په دغه موقع د نادرا مشر زیاته کړه چې دوی ځینې داسې کېسونه هم معلوم کړي چې پاکستاني کسان دي او د ستنیدونکیو افغان مهاجرینو د مالي امداد نه د ګټې پورته کولو لپاره یې ځانونه افغان کډوال رجسټر کړي دي. خو د نوموړي په وینا دا شمېر به محدود وي.

د ملګرو ملتونو د کډوالو اداره افغانستان ته په خپله خوښه ستنیدونکیو افغان کډوالو ته د یو تن په سر ۲۰۰ ډالره امداد ورکوي. په پاکستان کې د یادې ادارې ویاند قېصر افریدی وايي، د ستنیدونکیو افغان کډوالو لپاره مالي مرستې په جعلي طریقه ترلاسه کول ډیر مشکل دی:

«د افغان کډوالو پخپله خوښه د واپسۍ لپاره مونږ په پاکستان کې دوه مرکزونه لرو چې پکې یو په کوټه او بل نوښار کې دی. په دغو مرکزونو کې زموږ نه علاوه د نادرا او افغان کډوالو د کمېشنرۍ چارواکي هم موجود وي، کوم کډوال چې ستنېدل غواړي، د هغوی ټول اسناد وکتل شي، د سترګو د ګاټو معاینه یې وشي او بیا یو فارم ورکړل شي چې په هغې ورته په افغانستان کې زموږ دفتر دغه مالي مرسته ورکوي.»

په پاکستان کې ۱۳ لکه راجسټر او ۱۵ لکه غیر راجسټر افغان کډوال ژوند کوي
یو. این. اېچ. سي. ار

د سېنېټ د کورنیو چارو د کمیټۍ په دغه غونډه کې نادرا ته امر وشو چې د جعلي شناختي اسنادو تر لاسه کولو د مخنیوي لپاره دې کوټلي اقدامات وکړي.

د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې د شمېرو ترمخه دا مهال په پاکستان کې خواوشا ۱۳ لکه راجسټر افغان کډوال ژوند کوي.

دا راز د نادرا مشر عثمان یوسف مبین د جمعې په ورځ سېنېټ ته ویلي چې نېږدې ۱۵ لکه غیر راجسټر افغان کډوال هم په پاکستان کې مېشت دي.

  • انځور سایز

    منور شاه

    منور شاه  له ۲۰۱۰ز کال راهيسې د مشال رېډیو همکار دی. هغه د تعلیم په هکله د اوونيزې خپرونې "روښانه مستقبل" کوربه هم پاتې شوی دی او پر بېلابېلو سیاسي، امنیتي او ټولنیزو موضوعاتو راډیويي، لیکلي او ویډیويي راپورونه جوړوي.

XS
SM
MD
LG