د لاسرسي ځای

تازه خبر

فضل خان: له اسلام اباده د پي ټي ايم ۱۵ غړي خوشي شوي


د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر غړی او وياند، فضل خان ايډوکېټ
د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر غړی او وياند، فضل خان ايډوکېټ

پښتون ژغورنې غورځنګ وايي په اسلام اباد کې د دوی له ۱۷ نيول شوو غړو څخه د پنځلسو خوشي کېدل ښه خبره ده خو حکومت دې زر تر زره د دوی پاتې قېد ملګري هم ورپرېږدي.

د دې غورځنګ وياند، ايډوکېټ فضل خان د فرورۍ په لسمه مشال راډيو ته وويل چې دا کسان د عامه نظم د ګډوډۍ مخنيوي قانون د غلط استعمال له مخې د اسلام اباد پوليسو نيولي وو چې د دوی د مظاهرو د ګواښونو او پر سوشل میډيا يا ټولنيزو مطبوعاتو د اچول شوي فشار وروسته، د شپې ناوخته پرېښودل شوي.

هغه زياته کړه: (( عبدالله ننګيال او ادريس مسود په خوشو شوو کسانو کې شامل نه دي. حکومت بايد هغوی هم زر راپريږدي. ځيني نور بې ګناه ملګري مو هم په جېلونو کې دي.))

د پښتون ژغورنې غورځنګ دغو کسانو د فرورۍ په پنځمه په اسلام اباد کې مظاهرې کولې چې پوليسو ونيول. دوی د فرورۍ په دوهمه، د بلوچستان په لورالای کې د پوليسو په مبيينه تشدد کې د غورځنګ د يو وژل شوي مشر، ابراهيم لوڼي لپاره انصاف او د هغه قاتلينو ته سزا غوښتله.

د حکومت دريځ

د بلوچستان کورنيوو چارو وزير ضيا الله لانګو مطبوعاتو ته ويلي چې دوی پلټنې کوي او که ارمان لوڼی رښتيا هم د پولیسو په تشدد کې وژل شوی وي، ښکېلو کسانو ته به سزا ورکول کېږي. خو پوليسو لا هم د دې پېښې ايف، آی، آر نه دی درج کړی.

فضل خان ايډوکېټ وايي وفاقي حکومت دې په دې مسله ځان باخبره وساتي او په بېلابېلو ځايونو کې نيول شوي د دوی نور ملګري دې ورخوشي کړي خو که داسې ونه کړي د دوی مظاهرې به لا زور واخلي.

  • عبدالله ننګيال (اسلام اباد)
  • ادريس مسود (اسلام اباد)
  • عالمزيب مسود (کراچۍ)
  • اختر خان (کراچۍ)
  • اکرام الله (کراچۍ)
  • احسان الله (کراچۍ)
  • عارف وزیر (وزيرستان) ولايت افريدی (کوهاټ)
د پښتون ژغورنې غورځنګ دغه اته غړي لا هم نه دې خوشي شوي

​په همدې حال کې پولیسو په کوټه کې د پښتون ژغورنې غورځنګ شپږ نيولي غړي د فرورۍ په نهمه خوشي کړي دي.

د دې کسانو وکيل حبيب الله ناصر مشال راډيو ته په همدغه ورځ وويل چې د دغو کسانو تر خوشي کولو وروسته د پښتون ژغورنې غورځنګ د مرکزي کمېټې غړي، حسېن اغان ايډوکېټ د نه خوړو هړتال ختم کړی دی.

تر اوسه پورې پاکستاني چارواکو د دغه غورځنګ د غړو خوشي کولو په اړه څه نه دې ويلي.

پښتون ژغورنې غورځنګ د ځينو نورو غوښتنو تر څنګ غېب کړل شوو کسانو عدالتونو ته حاضرول، له قبايلي سيمو د ماينونو پاکول او ماورای عدالت قتلونو ودرېدل غواړي.

په بېلابېلو وختونو کې د پاکستان پوځ ويلي چې د پښتون ژغورنې غورځنګ ځيني غوښتنې لکه د ماينونو پاکول منل شوي او د نورو غوښتنو په پوره کېدو يې کار روان دی.

XS
SM
MD
LG