د لاسرسي ځای

تازه خبر

د حقونو فعال او ښوونکی عمار علي جان په ضمانت خوشي شو


لاهور کې د پښتون ژغورنې غورځنګ جلسه
لاهور کې د پښتون ژغورنې غورځنګ جلسه

پراګ - په لاهور کې د بشري حقونو نیول شوی فعال او د پوهنتون استاد ډاکټر عمار علي جان په ضمانت خوشی شوی دی.

ډاکټر جان نن پر خپله فیس بک پاڼه لیکلي و چې هغه نن سهار وختي [د فبروري پر نهمه] څلور بجې پولیسو له خپل کور څخه بېولی او د ګلبرګ په تاڼه کې يي ساتلی دی.

نوموړي زیاته کړې چې پولیسو د هغه پرضد له دې کبله مقدمه درج کړې ده چې د ارمان لوڼي د وژنې پرضد یې په لاهور کې په یوه احتجاجي مظاهره کې ګډون کړی وو.

د نوموړي تر نیول کېدو وروسته د بشري حقونو فعالانو د لاهور د تاڼې بهر احتجاج کړی او د هغه د خوشې کولو غوښتنه یې کړې وه.

پولیسو د پلټنو په لومړي راپور [ایف ای ار] کې چې عکس يي د پاکستان په قامي او ټولنیزه میډیا خپور شوی لیکلي چې ډاکټر عمار علي جان د پښتون ژغورنی غورځنګ د مشر منظور پشتین په وینا شاوخوا ۱۵۰ کسان راټول کړي ول، لاره يي تړلې او د ریاستي ادارو پرضد يي څرګندونې کړې دي.

XS
SM
MD
LG