د لاسرسي ځای

تازه خبر

صبغت احمدي: تور لسټ کې شامل طالب مشران نړیوال سفر نشي کولای


صبغت الله احمدی
صبغت الله احمدی

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت وايي، طالبان یوه ترهګره ډله ده او تر څو چې د دې ډلې د مشرانو نومونه د ملګرو ملتونو له تور لیست څخه ایستل شوي نه وي، نه شي کولای د نړۍ هیوادونو ته سفر وکړي.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند صبغت احمدي دا خبره د فرورۍ پر ۸مه مشال راډیو ته وکړه.

دا په داسې حال کې ده چې د طالبانو یو ۱۰ کسیزه پلاوي په دا وروستیو کې مسکو ته سفر کړی و او هلته یې له یو شمېر افغان سیاستوالو سره په یوه غونډه کې پر ګډون او خبرو سربیره له روسي چارواکو سره هم کتلي دي.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند وايي، روسیې ته د طالبانو د سفر په اړه یې په ملګرو ملتونو کې د دې مسلې یادونه کړې ده.

ښاغلي احمدي زیاته کړه د طالب مشرانو تر سفرونو مخکې باید لومړی پر دوی د ملګرو ملتونو بندیزونه لرې شي او دا ډله باید د سولې له بهیر سره یو ځای شي.

خو طالب ویاند ذبیح الله مجاهد مشال راډیو ته ویلي، د دې ډلې په هغو استازو کې چې مسکو ته تللي، یوازې دوه تنه یې د ملګرو ملتونو د بندیزونو په لیسټ کې دي چې د هغوی د سفر چارې هم د ملګرو ملتونو او روسیې سره همغږې شوي وې.

مجاهد په دې اړه د افغان حکومت وروستۍ څرګندونې د سولې د وروستیو هڅو د سبوتاژ کولو هڅه بللې ده.

دا له هغه وروسته ده چې د افغانستان یو شمېر سیاستوالو او د طالبانو پلاوي په ماسکو کې د دوه ورځنۍ غونډې په پای کې ټینګار وکړ چې له افغانستانه دې بهرني ځواکونه ووځي او د طالب مشرانو نومونه دې د ملګرو ملتونو له تور لیسټ څخه و ایستل شي.

تر غونډ‌ه وروسته د افغان سیاستوالو مشري کوونکي پخواني ولسمشر حامد کرزي خبر یالانو ته په وینا کې هغه خبرې اترې ”ډېرې قناعت بخښونکې“بللې وې.

د طالبانو د لس کسیز پلاوي مشر شیر محمد عباس ستانکزي هم هلته خبریالانو ته وویلي وو چې له افغان سیاستوالو سره یې خبرې ”ډیرې بریالۍ“ وې.

د مسکو د دوه ورځنۍ غونډې په پای کې ګډونوالو یو داسې قرارداد وړاندې کړ چې نهه مادې یې درلودې. په پریکړه لیک کې دا هم ویل شوي چې په راتلونکې کې به بله دا ډول غونډه د قطر په پلازمینه دوحه کې جوړیږي.

XS
SM
MD
LG