د لاسرسي ځای

تازه خبر

امیر حیدر خان هوتي وايي د پښتنو ټول سیاستوالان دې جرګه وکړي


امیر حیدر خان هوتي وايي د پښتنو سیاستوالان دې یو دریځ غوره کړي
امیر حیدر خان هوتي وايي د پښتنو سیاستوالان دې یو دریځ غوره کړي

پراګ - د عوامي نیشنل ګوند یوه مشر ویلي دي چې په پاکستان کې پښتنو ته د ورپېښو ستونزو هواري لپاره د ټولو پښتنو مشرانو د جرګې جوړولو وړاندیز کړی دی.

د ګوند صوبايي مشر او پخواني اعلا وزیر امیر حیدر خان هوتي پرون په پېښور کې د نومیالي لیکوال او سیاستوال اجمل خټک اتم تلین غونډې ته په وینا کې وویل، ټول پښتانه مشران تېر کال (۲۰۱۸ز) په انتخاباتو کې له پارلېمانه بهر وساتل شول نو ځکه دې افتاب احمد خان شېرپاو، محمود خان اڅکزی، مولانا فضل الرحمان او سراج الحق سره جرګه شي او ګډ دریځ دې غوره کړي چې په وینا یې سازشونه ناکام کړي.

امیر حیدر خان هوتي زیاته کړه چې د هېواد سیاستوالان دې د ۱۸م اییني ترمیم د زیانمنېدو مخه هم ونیسي.

د پاکستان انتخاباتي کمېشن د جولای په ټاکنو کې د درغلۍ ټول تورونه رد کړي ول.

همداراز، پوځ هم ویلي ول چې په انتخاباتو کې یې یوازې د امنیت چارې پر مخ وړې.

د پاکستان تحریک انصاف په مشرۍ حکومت هم د ځېنو سیاسي ګوندونو دا څرګندونې رد کړې دي چې ګواکې ۱۸م اییني بدلون ختمول غواړي.

د پښتنو د سیاسي مشرانو د ګډې جرګې خبره نوې نه ده.

تر دې مخکې د فبرورۍ پر درېیمه په کلا سیف الله کې د استاد محمد ابراهیم ارمان لوڼي تر جنازې وروسته نواب ایاز خان جوګېزي هم په خبرو کې وویل چې د پښتنو د مسلو د هواري لپاره ټولو سیاسي مشرانو ته ورځي او جرګه جوړوي.

شاوخوا دوه کاله مخکې د پښتونخوا ملي عوامي ګوند مشر محمود خان اڅکزي هم د پښتنو سیاستوالانو د جرګې وړاندیز کړی وو.

د اجمل خټک د نهم تلین په مناسبت په پېښور کې غونډې ته په وینا کې د عوامي نیشنل ګوند نورو مشرانو په بوري (لورالايي) کې د ارمان لوڼي د وژنې او د شمالي وزیرستان په خیسور کې د کورونو د بې پرده ګۍ په ګډون د افغانستان د سولې په اړه پر هڅو هم خبرې وکړې.

XS
SM
MD
LG