د لاسرسي ځای

تازه خبر

پښتنې ښځینه فعالانې وايي د حقونو لپاره احتجاجونو ته دوام ورکوي


ګلالۍ اسماعیل له ملالې یوسفزۍ سره
ګلالۍ اسماعیل له ملالې یوسفزۍ سره

پراګ - په خیبر پښتونخوا کې یو شمېر ښځينه فعالانو د بشري حقونو مبارزې ګلالۍ اسماعیل د ګرفتارۍ غندنه کړې ده او له چارواکو یې غوښتي چې د ایین او قانون په رڼا کې ولسي وګړو ته د هغوی حقونه ورکړي.

دوی او خپله ګلالۍ اسماعیل د فبرورۍ پر اوومه مشال راډيو ته وویل چې که تاریخ ته وکتل شي نو پښتنې ښځې تل د بې انصافیانو خلاف او د انساني حقونو لپاره راوتلې دي او دا قسمه ګرفتارۍ به دوی له خپلې مبارزې په شا نه کړي.

دوی وویل چې د پاکستان ایین ورته د سوله ییز احتجاج حق ورکړی دی نو ځکه یې څوک له دې نه شي منع کولی.

ګلالۍ اسماعیل د فبرورۍ پر پېنځمه هغه مهال پولیسو ونیوله چې کله پښتون ژغورنې غورځنګ په بوري کې د تحریک د یوه مشر د وژنې خلاف مظاهره کوله.

ګلالۍ د فبرورۍ پر شپږمه شپې مهال خوشې شوه خو مخکې پولیسو د ښځو پولیسو مرکز ته بیولې وه او د فبرورۍ شپږمې پر سهار یې بل ځای ته انتقال کړې وه.

نوموړې د فبرورۍ پر اوومه مشال راډيو ته وویل له دې سره چې څه عمل وشو، د هغې به تپوس کوي خو حوصلې یې خرابېدی نه شي:

"احتجاج خو زموږ بنیادي حق دی. دا حربې خو څوک له حق غوښتو نه په شا کوي. بلکه له دې سره خلکو ته زیاته غوصه ورځي. د دغو غیر اییني اقداماتو او د ارمان لوڼي د وژنې به موږ تپوس کوو. له داسې حربو سره د خلکو جذبه زیاتېږي، هغه کمېږي نه."

د پښتون تحفظ تحریک یوه بله فعاله نرګس افشین خټکه وايي، داسې قسمه ګرفتارۍ ناسمې بولي:

"دا خو موږ ویرولی نه شي. دا خو د دوی ډېرې ناکامه حربې دي. چې ګلالۍ ونیول شوه نو زموږ هم حوصلې خرابې نه وې او د ګلالۍ حوصله هم خرابه نه وه. خو دا یې ډېر د شرم کار کړی دی چې ګلالۍ یې اوچته کړه."

دا موږ ضرور ګورو چې د پاکستان د ریاست برتاو چې دی، هغه بالکل د قبلولو وړ نه دی.
بشرا ګوهر

د بښنې نړیوال سازمان (اېمنسټي انټرنیشنل) هم د فبرورۍ پر شپږمه، د پاکستان پر حکومت غږ وکړ چې د پښتون تحفظ تحریک نور غړي هم خوشې کړي او د غورځنګ غړي دې نه نیسي.

پښتنه سیاستواله بشری ګوهر وايي، پښتنو مېرمنو تل په ټولنه کې د بې انصافیانو خلاف غږ پورته کړی دی خو دا لیدل کېږي چې په داسې معاملو کې د ریاست رویه سمه نه ده:

"زما خیال دی چې ګلالۍ اسماعیل چې ونیول شوه، هغه غیر قانوني وو. پښتنې ښځې خو همېشه راپاسېدلی دی که موږ خپل تاریخ وګورو. خو دا موږ ضرور ګورو چې د پاکستان د ریاست برتاو چې دی، هغه بالکل د قبلولو وړ نه دی. زموږ ځوانان چې د خپل حق لپاره راوتي وو هغوی سره یې دا برتاو وکړ."

د دوی د څرګندونو په اړه د پاکستان حکومت لا څه نه دي ویلې خو مخکې یې په بیا بیا ویلي چې د پښتون ژغورنې غورځنګ ځېنې مطالبې یې پوره کړي دي او پر ریاست د غورځنګ له خوا لګېدلي تورونه یې رد کړي دي.

پښتون ژغورنې غورځنګ او د بشري حقونو فعالانو ویلي دي چې د فبرورۍ پر پېنځمه په اسلام اباد کې نیولي ځېنې کسان خوشې شوي دي.

د ارمان لوڼي د وژنې خلاف نه یوازې په پاکستان کې بلکه په افغانستان، امریکا او نورو یورپي هیوادونو کې هم فعالانو احتجاجي غونډې او لاریونونه وکړل.

ارمان لوڼی د فبرورۍ پر دویمه په بوري کې وژل شوی وو او عیني شاهدان وايي چې د پولیسو یوه افسر د ټوپک ګوزار د هغه د مړینې لامل شو.

خو د بلوچستان روغتیايي چارواکو د فبرورۍ پر اوومه وویل چې د ارمان لوڼي لومړني پوسټ مارټم پس د طبي معاینې رپورټ ښيي چې پر هغه هېڅ تشدد نه وو شوی.

XS
SM
MD
LG