د لاسرسي ځای

تازه خبر

افغان هوايي ځواکونو د لویو پوځي ماموريتونو توان پيدا کړی


د بلیک هاک هېلیکوپټرو د ۲۶ تنو پیلوټانو د فراغت مراسم.
د بلیک هاک هېلیکوپټرو د ۲۶ تنو پیلوټانو د فراغت مراسم.

کندهار - د افغانستان په جنوب کې د افغان هوايي ځواک چارواکي وايي، توانېدلي چې د ځمکنیو ځواکونو د ملاتړ په هدف د دغه حوزې په څلورو ولایتونو کې د بلیک هاک هېلیکوپټرو په مرسته بريالي پروازونه کړي او خپل اهداف ترلاسه کړي.

د فبرورۍ پر شپږمه، په جنوب کې د افغان پوځ د هوايي لوا قوماندان جنرال رازق شېرزي د بلیک هاک هلیکوپټرو د ۲۶ تنو پیلوټانو او نښه ویشتونکو د فراغت په مراسمو کې وویل چې د افغان پیلوټانو ظرفيتونه لوړ شوي او توانېدلي چې د تېرو څو مياشتو پر مهال د ځمکنيو ځواکونو په ملاتړ بريالي پروازونه کړي.

​جنرال رازق شېرزي وویل، په لومړي ځل‌ يې د تازه روزلیو افغان پیلوټانو په مرسته د بلیک هاک الوتکو ۲۰۰۰ ساعته تخنيکي ارزونه هم کړې چې مخکې به په چېک جمهوريت کې کېده.

نوموړي وویل:​ "دومره پرمختګ چې موږ کړی بل ځای نه‌ دی شوی، زموږ دغه پیلوټان پوهېږي چې ۲۰۰۰ ساعته تخنیکي معاینه په ټول افغانستان کې تر اوسه نه‌ ده ترسره شوې، خو موږ وتوانېدو چې دغه کار ترسره کړو."

په‌ دغو مراسمو کې د افغان هوايي ځواک امریکايي مشارو جنرال کېري هم وویل چې د افغان هوايي ځواک ملاتړ افغانستان کې د مېشتو امريکایي سرتېرو د ماموريت برخه ده.

بلخوا د بلیک هاک هېلیکوپټرو تازه روزلي افغان پیلوټان او نښه ویشتونکي ډاډ ورکوي چې د وسله‌ والو پر وړاندې به‌ یې د جګړې په ليکو کې شتون ګټور ثابت شي.

فریدالدین د هېلیکوپټرو یو افغان پیلوټ دی او وايي: "موږ د خپلو ځمکنیو ځواکونو د ملاتړ لپاره تقریباً۸۰ سلنه چمتووالی لرو چې په شپه، ورځ او هر ډول شرایطو کې دښمن له‌ منځه یوسو."

امريکا ژمنه کړې چې تر ۲۰۲۳ز کال به افغان هوايي ځواک ته ۱۵۹ بلیک هاک جنګي هېلیکوپټرې ورکوي.

تر اوسه امريکا افغان پوځ ته ۱۷ بلیک هاک الوتکې ورکړي چې افغان ځواکونه ترې د جګړې په ډګر کې د اکمالاتو او وسله‌ والو ضد جګړه کې ګټه اخلي.

د افغان هوايي ځواک مسوولين پر داسې مهال د هوايي ځواک د پياوړتیا خبره کوي چې سيګار په خپل تازه يو راپور کې د افغان هوايي ځواک پر وضعیت اندېښنه ښودلې.​

XS
SM
MD
LG