د لاسرسي ځای

تازه خبر

افغان ولسمشر په پښتونخوا او بلوچستان کې پر فعالانو تشدد اندېښمن کړی


د پښتون ژغورنې غورځنګ فعالانو په بوري کې د ارمان لوڼي وژنې ضد مظاهره کوله
د پښتون ژغورنې غورځنګ فعالانو په بوري کې د ارمان لوڼي وژنې ضد مظاهره کوله

پراګ - د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني ویلي، افغان حکومت په خیبر پښتونخوا او بلوچستان کې پر سوله ییزو احتجاج کوونکو او ولسي فعالانو د تشدد په اړه جدي اندېښنې لري.

خو د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي د غني څرګندونې رد کړې دي.

ولسمشر اشرف غني د فبرورۍ پر اوومه پر خپله رسمي ټوېټر پاڼه لیکلي دي: "باور لري چې دا د هر حکومت اخلاقي ذمه واري ده چې د سختدریځۍ او ترهګرۍ پرضد د ټولو ولسي فعالیتونو ملاتړ وکړي."

نوموړي دا څرګندونې پر داسې مهال کړې دي چې د فبرورۍ پر پېنځمه په اسلام اباد کې پولیسو د پښتون ژغورنې غورځنګ ګڼ پلویان ونیول.

هغوی په بوري (لورالايي) کې د استاد محمد ابراهیم ارمان لوڼي د وژنې ضد احتجاج کاوه.

لوڼی د فبرورۍ پر دویمه وژل شوی وو.

د بلوچستان چارواکي وايي، د نوموړي د وژنې پلټنې کوي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي د فبرورۍ پر اوومه پر ټوېټر په بیان کې د افغان ولسمشر اشرف غني څرګندونې رد کړې.

قریشي لیکلي: "دا ډول غیر ذمه وارانه بیانونونه د [پاکستان په چارو کې] د مداخلې معنا لري. افغان مشرتابه دې د افغانانو اوږدمهاله، جدي محرومیو ته پام وکړي."

افغان ولسمشر اشرف غني په خپل بیان کې ویلي، که د سختدریځۍ ضد فعلانو ملاتړ و نه شي نو دا به اوږد مهاله منفي نتیجې ولري.

ولسمشر اشرف غني زیاته کړې چې سختدریځۍ او ترهګرۍ د ټولې سیمې مجموعي امنیت ته خطر پېښ کړی دی.

هلته د اسلام اباد پولیسو د فبرورۍ پر شپږمه د پښتون ژغورنې غورځنګ په نیولو پلویانو کې ۱۲ خوشې کړل او نور یې د اډیالې زندان ته استولي.

انتظامیې د بشري حقونو فعاله او د پښتون ژغورنې غورځنګ ملاتړې ګلالۍ اسماعیل هم د فبرورۍ پر شپږمه تر ۳۰ ساعته بند وروسته شپې ناوخته خوشې کړه.

XS
SM
MD
LG