د لاسرسي ځای

تازه خبر

"پولیسو وویل پر قران لاس کښېږده چې احتجاج ته به نه راووځم"


د پښتون ژغورنې غورځنګ پلویان د فبرورۍ پر پېنځمه په اسلام اباد کې د احتجاج پر مهال نیول شوي
د پښتون ژغورنې غورځنګ پلویان د فبرورۍ پر پېنځمه په اسلام اباد کې د احتجاج پر مهال نیول شوي

پراګ - پښتون ژغورنې غورځنګ او د بشري حقونو فعالانو ویلي دي چې د فبرورۍ پر پېنځمه په اسلام اباد کې نیولي ځېنې کسان خوشې شوي دي.

د غورځنګ یوه مشر ډاکتر عبدالحي وزیر او د غورځنګ ملاتړي انور اقبال د فبرورۍ شپږمې پر ماښام مشال راډیو ته وویل، ۱۲ کسان سهار مهال پولیسو د اسلام اباد د کوهسار له تاڼې خوشې کړي.

په عین وخت کې د بښنې نړیوال سازمان د پاکستان پر حکومت غږ کړی چې د غورځنګ ټول نیولي پلویان او غړي خوشې کړي.

د فبرورۍ پر پېنځمه، د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتین په بوري (لورالايي) کې د غورځنګ د غړي او د کالج استاد محمد ابراهیم ارمان لوڼي د وژنې په غبرګون د ټول پاکستان پر کچ د مظاهرو او احتجاجونو اعلان کړی وو خو په اسلام اباد کې پولیسو د غورځنګ ګڼ غړي او پلویان ونیول.

د شپې په یخ کې یې ساتلي ولو، پر شاړه ځمکه پراته ولو او بیماران پکې هم ول. سهار یې بیا په هغه باران کې راوایستلو، بهر یې ودرولو او ویې ویل چې یوه حلفنامه به لیکئ.
انور اقبال

د غورځنګ یو ملاتړی انور اقبال وايي، د فبرورۍ پېنځمې او شپږمې د شپې مهال پولیسو له بېلا بېلو تاڼو څخه د غورځنګ نیولي ملګري د اسلام اباد کوهسار تاڼې ته ولېږدول.

اقبال دعوه وکړه چې سهار پولیسو ۱۲ کسان خوشې کول نو ورته یې قران راوړ او ورته یې وویل چې پر هغې لاس کښېږدي او لوړه وکړي چې بل ځل به د غورځنګ په غونډو او احتجاجونو کې ګډون نه کوي:

"۱۲ کسان یې خوشې کړل. موبایلونه یې راڅخه جبراً واخیستل [پر ټولنیزو رسنیو چې] موږ [لیکنې کړې وې] یا مو [ژوندۍ] ویډیوګانې کړې وې، هغه یې راباندې ډیلیټ (لرې) کړې. د شپې په یخ کې یې ساتلي ولو، پر شاړه ځمکه پراته ولو او بیماران پکې هم ول. سهار یې بیا په هغه باران کې راوایستلو، بهر یې ودرولو او ویې ویل چې یوه حلفنامه به لیکئ. څلور ځلې یې له ما تپوس وکړ چې ته د پښتون تحفظ موومېنټ [ملاتړی] یې؟ ما ورته وویل، پښتون یم. ویل یې ته څه ته راغلی یې؟ ما ویل، احتجاج ته. ویل یې د څه احتجاج ته راغلی یې؟ ما ویل، د پروفیسر ارمان [لوڼي] صاحب [وژنې ضد]. بیا یې په اخره کې وویل چې پر قران لاس کښېږده چې: زه بیا به دې تحریک کې نه یم، احتجاج ته به نه راووځم. ما ورته وویل: دا نشم کولای."

اقبال زیاتوي چې تر دې خبرو وروسته پولیسو ۱۲ کسان خوشې کړل او ده هڅه وکړه چې نور هم خوشې کړي، خو پولیسو تاڼې ته دننه نه پرېښودل.

د کوهسار تاڼې پولیسو د اقبال د دعوو په اړه څه نه دي ویلي.

په عین وخت کې د اسلام اباد یوه لوړپوړي چارواکي د فبرورۍ شپږمې شپې ناوخته مهال د نوم نه ښودو په شرط مشال راډیو ته د غورځنګ د بلې ملاتړې ګلالۍ اسماعیل خوشې کېدو خبر ورکړ.

نوموړې هم د احتجاج پر مهال نیول شوې وه او کورنۍ یې ویلي ول چې ټوله ورځ ورته چارواکو د هغې د ځای ځایګي په اړه هېڅ معلومات نه ورکول.

د پاکستان، افغانستان، امریکا او د اروپايي هېوادونو په ځېنو ښارونو کې فعالانو د فبرورۍ پر پېنځمه د استاد محمد ابراهیم ارمان لوڼي د وژنې ضد احتجاجي غونډې، مظاهرې او لاریونونه وکړل.

لوڼی د فبرورۍ پر دویمه په بوري کې وژل شوی وو او عیني شاهدان وايي چې د پولیسو یوه افسر د ټوپک په کونداغ پر مغزي وواهه چې له کبله یې هغه بېهوشه او بیا مړ شو.

خو د بلوچستان د کورنیو چارو وزیر ضیا الله لانګو د فبرورۍ پر درېیمه مشال راډیو ته وویل چې لومړنۍ پلټنې ښيي چې لوڼی د زړه حرکت درېدو له وجې مړ شوی.

په عین وخت کې د بلوچستان حکومت د نوموړي د وژنې د پېښو پلټنو امر کړی او ژمنه یې کړې چې ککړ کسان به د قانون منګولو ته سپاري.

XS
SM
MD
LG