د لاسرسي ځای

تازه خبر

د ارمان لوڼي د وژلو پرضد په سېشنبه ټوله نړۍ کې راوځو: پي ټي اېم


د پښتون ژغورنې د غورځنګ مخکښ غړی ارمان لوڼی
د پښتون ژغورنې د غورځنګ مخکښ غړی ارمان لوڼی

د پښتون ژغورنې غورځنګ د مخکښ غړي ارمان لوڼي د وژل کېدو پرضد یاد غورځنګ په سېشنه/نهې ورځ د پاکستان په ګډون په ټوله نړۍ کې د لاریونونو او مظاهرو غوښتنه کړې ده.

د پاکستان په مختلفو برخو په ځانګړي ډول، د بلوچستان صوبې په پښتون مېشتو سیمو کې د پښتون ژغورنې غورځنګ د مخکښ غړي ارمان لوڼي د وژل کېدو په اعتراض کې مظاهرې او لاریونونه دوام لري.

د پاکستان په سوات کې د ارمان لوڼي د وژنې په اړه د خلکو غبرګون
د پاکستان په سوات کې د ارمان لوڼي د وژنې په اړه د خلکو غبرګون

پښتون ژغورنې غورځنګ وايي، ارمان لوڼی د شنبې په ورځ د بلوچستان په لورلایي سیمه کې تر هغه وروسته ووژل شو چې په دغه ښارګوټي کې یې له احتجاجي غونډې پس له خپلو ملګرو سره چای څکلو ته ناست وو او د پېښې د عیني شاهدانو په وینا چې پولیسو یوازې همدی په نښه کړ او پر مغزي یې د توپک پر کونداغ ووهلو او لږ ګړۍ پس یې ساه ورکړه. خو د بلوچستان کورنیو چارو وزیر ضیا لانګو له مشال راډيو سره په خبرو کې ادعا وکړه چې ارمان لوڼی د پولیس په وهلو نه بلکې د زړه حرکت بندېدو له کبله مړی شوی دی.

د دې غورځنګ د مشرتابه غړي او د پاکستان د مرکزي پارلمان غړي محسن داوړ د جرمني خبري اژانس ته نن وویل چې د دوی د غورځنګ ملګري او پلویان به يې د ارمان لوڼي د وژل کېدو پر ضد اعتراضونو ته دوام ورکړي.

محسن داوړ وویل، د بلوچستان پولیسو تر اوسه پورې حتی د ارمان لوڼي د وژل کېدو راپور هم نه دی ثبت کړی.

د بلوچستان په ډېری پښتون مېشتو سیمو کې نن کاربندیز دی، اکثریت دوکانونه او کاروباري مرکزونه تړل شوي، امنیتي ځواکونه د ناوړه پېښو د مخنیوي لپاره پر لارو کوڅو ګزمې کوي.

د کابل په ګډون د افغانستان په مختلفو سیمو او په اروپا کې مېشتو افغانانو او پښتنو د ارمان لوڼي د وژل کېدو په اعتراض کې غونډې او لاریونونه وکړل.

په افغانستان کې د ارمان لوڼي د وژنې په اړه د خلکو غبرګون
په افغانستان کې د ارمان لوڼي د وژنې په اړه د خلکو غبرګون

د پاکستان ګڼو سیاسي ګوندونو جمعیت علماء اسلام، عوامي نېشنل ګوند، بلوچستان نېشنل ګوند، پاکستان پیپلز ګوند، د وکیلانو اتحادیې او سوداګریزو ټولنو د پښتونخوا ملي عوامي ګوند له لوري د اعلان شوي هړتال او کاربندیز ملاتړ کړی دی.

بل خوا د کوټې لوی سرکاري روغتون ویاند په یوه خپاره کړي بیان کې ویلي دي چې د ارمان لوڼي د مړي عدلي طبي راپور بشپړېدل به وخت ونیسي.

د یکشنبې په ورځ د ارمان لوڼي په جنازه کې د پښتون ژغورنې د غورځنګ مشر منظور پښتين، د دې غورځنګ مخکښ غړي محسن داوړ، علي وزير او د پښتونخوا ملي عوامي ګوند يو مشر نواب اياز خان جوګيزي په ګډون، زرګونو کسانو ګډون وکړ.

XS
SM
MD
LG