د لاسرسي ځای

تازه خبر

باوجوړ کې د پولیو یو بل مثبت کیس مخې ته راغلی


پولیو کار کوونکې کور په کور ګرځي او ماشومانو ته څاڅکي ورکوي.
پولیو کار کوونکې کور په کور ګرځي او ماشومانو ته څاڅکي ورکوي.

پراګ ـ په داسې حال کې چې پاکستان د روغتیا د نړېوالې ادارې پر مرسته په خپله خاوره کې دننه د پولیو رنځ د ختمولو لپاره پوره پوره هڅې کوي، په قبایلي ضلع باجوړ کې د دغه رنځ یو بل مثبت کیس مخې ته راغلی دی.

د پاکستان د وزیراعظم د پولیو د پروګرام یو مشر بابر بن عطا وايي، دغه وایرس د باجوړ ښار په یوه یوولس کلنه ماشومه کې موندل شوی دی.

نوموړي د فبرورۍ پر ۳مه په یو توېټر پیغام کې وویل چې دا يه تېرو ۳ میاشتو کې په باجوړ کې د پولیو شپږم کېس دی.

دا په داسې حال کې ده چې د هېواد د نورو برخو په شان په باجوړ کې هم په بیا بیا د پولیو د مخنیوي کمپاینونه شوي دي خو د هغې باوجود په دغه سېمه کې د دې رنځ وایرس نه ختمیږي نو د دې څه وجه ده؟ په خېبر پښتونخوا کې د پولیو د مخنیوي د څانګې پخوانی مشر ډاکټر جانباز افریدی په دې اړه وايي:

«د دې غټه وجه دا ده چې ځیني خلک خپلو ماشومانو ته د پولیو ضد څاڅکو له ورکولو انکار وکړي یا ځینو کورونو ته د پولیو ټیمونه و نه رسېږي. اوس دا اعلانونه په ټي وي، ريډیو او اخبارونو هم کېږي چې د د پنځو کلونو نه د کم عمر ماشومانو ته د پولیو قطرې ورکول لازمي دي خو بیا هم ځیني خلک ورته پاملرنه نه کوي نو ځکه دا رنځ په سېمه کې پاتې شي.»

ډاکټر جانباز افریدی زیاتوي، په اسلامي، انساني او قانوني حوالو دا د هر مور پلار ذمه واري ده چې خپلو بچو ته د ګوزڼ د مخنیوي څاڅکي ورکړي.

د ۲۰۱۸م کال د نومبر پر ۲۴ مه د پولیو د مخنیوي لپاره د وزیراعظم لخوا ځانګړې ادارې په رپورټ کې راغلي وو چې د پولیو اهکارانو د غفلت له کبله په پېښور کې شاوخوا ۲۳۰۰۰ ماشومان له واکسینو پاتې شوي دي.

په خېبر پښتونخوا کې د پولیو د مخنیوي ادارې یو چارواکي محمد عابد خان په دې هکله مشال رېډیو ته وویل، د غفلت کونکیو اهلکارانو خلاف کاروايي شوې او له هغې وروسته کمپاینونو کې دې مسلې ته توجو ورکړل شوې ده خو په دې لړ کې د ټولنې همکاري ډیره مهمه ده.

«موږ ته دا لویه ستونزه ده چې ځینې کورنۍ خپلو ماشومانو ته د پولیو د څاڅکو له ورکولو نه انکار کوي. د دې لپاره مونږ په هره کچه کوششونه کوو. په تلویزون او راډیو بحثونو کې هم له انکاري والدینو سره خبرې کوو او د هغوی د پوهولو هڅې کوو. دا راز په کلي محله کې د ځايي مشرانو او دیني عالمانو په مرسته خلکو کې پوهاوی پیدا کوو چې دا رنځ له افغانستان او پاکستان څخه پرته له نورې ټولې نړۍ نه ختم شوی دی، راځي مونږ یې هم له خپل هېواده نوغی اوباسو.»

بلخوا د پولیو د خاتمې لپاره د وزیراعظم د پروګرام یو مشر بابر بن عطا د فبرورۍ په دوهمه ټویټر پیغام کې ویلي چې په باجوړ ضلع کې په ۲۰۱۷م او ۲۰۱۸م کلونو کې هم د پولیو د چارواکو کارکردګي د نیشت برابر وه نو ځکه یې تېره هفته د پولیو مخنیوي ادارې ا ۷ افسران د غفلت په نتیجه کې له خپلو دندو لرې کړي دي.

  • انځور سایز

    منور شاه

    منور شاه  له ۲۰۱۰ز کال راهيسې د مشال رېډیو همکار دی. هغه د تعلیم په هکله اوونيزه خپرونه روښانه مستقبل هم وړاندې کوي.  

XS
SM
MD
LG