د لاسرسي ځای

تازه خبر

معذوره قبايلي ځوانان اسانتياوې غواړي


د ځوانانو غږ.
د ځوانانو غږ.

په ځوانانو غږ خپرونه کې د معذوره ځوانانو پر ستونزو او د دوی لپاره په موجودو موقعو خبرې کوو.

د نن ځانګړې خپرونه د اورکزو د ابراهيم منګل ،د هغه د ورور طارق منګل او د نورو يوشمېر معذوره ځوانانو په غوښتنه مو راجوړه کړې.

طارق وايي، يوشمېر ملګري يې ماين چاودنو معذوره کړي.

دا چې د دې معزورانو لپاره د تعليم، روزګار او د سپورټس په برخه کې څه موقعې شته او کنه هم پر دې مو خبرې کړي.

موږ سره له پېښوره د معزورانو د حقونو لپاره مبارزه کونکی محمد عرفان او د پېښور اسلاميه کالج کرکټ کوچ علي هوتي مېلمانه دي.

محمد عرفان د پاکستان په سرکاري ټي وي کې د انجينير په توګه کار کوي.

نوموړی له اسلام اباده پېښور ته روان وو چې ګاډي يې اېکسډڼټ وکړ او دې په خپو معذوره شو.

د خپرونې کوربه اسرار عالم مومند دی.

په دې اړه بشپړه خپرونه د غږ په ځای کې اورېدای شئ.

تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:26:47 0:00
د ډاېرېکټ لېنک

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG