د لاسرسي ځای

تازه خبر

د پښتون ژغورنې غورځنګ احتجاجونو څه ګټه لرلې ده؟


منظور پښتین
منظور پښتین

د پښتون ژغورنې غورځنګ د جوړېدو یو کال پوره شو. یاد غورځنګ له پیله تر اوسه یو شمېر جلسې ، ورځني احتجاجونه او سمینارونه کړي دي.

خو دوي د دې تر څنګ یو شمېر پرلتونه هم وهلي او لا هم روان دي کوم چې د احتجاج نسبتاً سخت شکل ګڼل کېږي.

پښتون ژغورنې غورځنګ احتجاجي لاريون د جنوري له ۲۶مې نېټې له بنو پېل کړ او د کوهاټ او پېښور له لارو اسلام اباد ته ورسېدی.

د غورځنګ زرګونه غړو چې کله د اسلام اباد پرېس کلب مخې ته پرلت وواهی نو له هم هغه وخته د ولس او نړۍ پام ور واوښت.

هغه لس ورځنی پرلت یې د مسلم لیګ نون ډلې د هغه وخت د وفاقي حکومت له خوا د غوښتنو د پوره کولو تر لیکلي باور وروسته تر یوې میاشتې وځنډاوی.

خو تر یوه میاشت وروسته چې یې د دوي په وینا غوښتنې پوره نه شوې نو د بل پرلت پر ځای یې په ټول ملک کې جلسې پیل کړې.

په کوټه ، پېښور ، کراچۍ ، سوات ، لاهور ، سوابۍ او بنو په ګډون یې د ملک په یو شمېر ښارونو کې داسې جلسې وکړې چې د عیني شاهدانو په وینا په هره یوه کې په زرګونه کسان شریک وو.

خو د پښتون ژغورنې غورځنګ د مشرانو په وینا ، لا یې هم هغه غوښتنې نه دي پوره شوې د کومو لپاره چې دوي راوتي وو.

اوس پوښتنه دا ده چې غوښتنې یې نه دي منل شوې نو دوي بیا تر اوسه له کړي احتجاج څخه څه ترلاسه کړي دي؟

د غورځنګ ویاند اډوکېټ فضل خان وايي ، دوي مني چې ریاست پر وعده سربېره د دوي غوښتنې نه دي منلې خو دوي به بیا هم احتجاج کوي.

ده وویل ، پرلت وهل ښايي د احتجاج یو له تر ټولو سخته طریقه وي خو د ده په وینا هم دا هغه کار دی چې مهذب خلک یې کوي.

اډوکېټ فضل خان وویل ، که پاکستاني ریاست د دوي غوښتنې نه دي منلې او پوره کړې خو دوي په نړۍ کې د پښتون قام غلط وړاندې شوي تصویر سمولو په برخه کې ډېر څه لاسته راوړي دي.

د پاکستان پر سیاسي حالاتو نظر لرونکی رفیع الله کاکړ وايي پښتون ژغورنې غورځنګ په یوه کال کې هغه سیاسي ګټې تر لاسه کړې دي چې پخواني پښتانه مشران پکې نه وو بریالي شوي.

ده وویل ، “ پښتون ژغورنې غورځنګ لومړی کار دا کړی چې په پښتونخوا وطن کې یې د خلکو په زړونو کې وېره ختمه کړې ده ، دویم دا چې په لومړي ځل یې د هغو خلکو غږ رامخ ته کړی چې له ترهګرۍ متاثره دي او بل یې د ټول وطن پښتانه له یو بل سره وتړل”.

پر پښتون ژغورنې غورځنګ نظر لرونکی لیکوال عارف تبسم وايي ، پښتون ژغورنې غورځنګ هغه پښتانه هم را بیدار او د قام په ستونزو خبر کړل چې په نوره نړۍ کې مېشت دي.

عارف تبسم وویل ، “ غورځنګ په وطن کې شاعران ، سندرغاړي ، وکیلان ، ډاکټران او د ژوند د نورو برخو وګړي یې نه یوازې په قامي ګټو خبر کړي بلکې هغوي پکې تر خپله وسه برخه هم اچولې ده."

د پښتون ژغورنې غورځنګ مخالفین بیا تور پورې کوي چې ګواکې دوي د ریاستي ادارو پرضد د ویناوو له لارې خلک د ریاست مخالفت ته هڅوي کوم چې د غورځنګ مشران ردوي.

XS
SM
MD
LG