د لاسرسي ځای

تازه خبر

مولانا ګل نصیب: موږ غواړو چې افغان حکومت او طالبان سره نژدې شي


مولانا ګل نصیب
مولانا ګل نصیب

په افغانستان کې د سولې لپاره هلې ځلې تر پخوا ډېرې توندې شوې دي او هم ورسره د افغانستان د عام ولس هیلې زیاتې شوې دي.

بل پلو په پاکستان کې پښتنو مشرانو نه یوازې تل د افغانستان او پاکستان امن له یو بل سره تړلی بللی دی بلکې په افغانستان کې یې د امن لپاره پر ټولو غاړو د خبرو اتروغږ هم کړی دی.

په افغانستان کې چې د طالبانو حکومت وو نو عوامي نشنل پارټۍ او پښتونخوا ملي عوامي ګوند یې مخالف وو خو د پښتنو په وطن کې نفوذ لرونکي مذهبي ګوند جمعیت علما اسلام بیا د طالبانو ملاتړ کاوی.

یاد ګوندونه په تېرو څه کم درو لسیزو کې په یوه نه یوه شکل پر خپل هغه دریځ ولاړ پاته شوي دي.

اوس چې د امریکا په هلو ځلو په افغانستان کې د سولې لپاره خبرې روانې دي نو د دې ګوندونو مشران وايي ، تر هر څه مهم په افغانستان کې امن دی او دوي د دې ملاتړ کوي.

د عوامي نشنل ګوند مرکزي جنرل سیکرټري میا افتخار حسېن وايي ، په افغانستان کې روانې جګړې نه یوازې هلته پښتانه ځپلي دي بلکې په پاکستان کې هم د هغې جګړې اغېز یوازې پر پښتنو سیمو شوی دی.

نوموړي وویل ، طالبان باید د قام تباهۍ ته په کتو له افغان حکومت سره خبرې وکړي او د نظام برخه شي.

ده وویل ، “طالبان هم باید پر دې خبره فکر وکړي چې که له پردیو سره خبرې کېدای شي نو له خپلو سره ولې نشي کېدای او هغو خلکو سره چې هغوي د دې خاورې بچي دي. نظریاتي طور به اختلاف وي خو چې په افغانستان کې جمهوریت راشي نو کله به د یوې غاړې حکومت وي او کله د بلې خو مهمه دا دا چې مزاکرات وشي او په خلوص وشي”.

د پښتونخوا ملي عوامي ګوند ویاند او پخوانی سنېټر رضا محمد رضا وايي ، تل یې پر دې خبره ټینګار کړی دی چې افغانانان باید په خپل منځ کې سره کښېني او سوله وکړي.

رضا محمد رضا وویل ، “موږ هم د ټول افغان له خوا طالب ته خواست کوو چې نور له جګړې لاس واخله او د نورو په خوله مه ځان تباه کوه او مه وطن ورانوه. اوس تر بل هر وخت زیات د دې امکانات دي ځکه چې ټول افغان ولس ، سیمه او نړۍ غواړي چې په افغانستان کې امن راشي”.

خو د جمعیت علما اسلام فضل الرحمان ډلې یو مرکزي مخکښ مولانا ګل نصیب وايي ، دوي فکر کوي چې په افغانستان کې د سولې راتګ تر ډېره حده په امریکا پورې تړلی دی.

خو ده وویل چې دوي بیا هم غواړي چې په افغانستان او سیمه کې د امن لپاره افغان حکومت او طالبان یو بل ته نژدې شي.

مولانا ګل نصیب زیاته کړه چې جمعیت علما اسلام دا دریځ لري چې د امن لپاره دې د خبرو اترو لړۍ په هر صورت روانه پاتې شي ، چې د امن پر لور پرمختګ وشي ، افغان حکومت او طالبان سره نژدې شي.

وسله والو طالبانو تر اوسه له افغان حکومت سره له مذاکراتو انکار کړی دی او پر دې ټینګار ر کوي چې د سولې هوکړې ته تر رسېدو مخکې باید بهرني ځواکونه له افغانستانه ووځي.

XS
SM
MD
LG