د لاسرسي ځای

تازه خبر

روس د افغان شخړې ختمولو لپاره له پاکستان سره همکاري کوي 


د روسیې د بهرنیو چارو د وزارت ویانده ماریا زاخارووا
د روسیې د بهرنیو چارو د وزارت ویانده ماریا زاخارووا

روسیه وايي، له ترهګرۍ سره د جګړې او د افغانستان شخړې د سیاسي حل لپاره د اسلام اباد سره نېزدې همکاري کوي.

د دې هېواد د بهرنیو چارو وزارت همدا شان ټینګار کوي چې اسلام اباد او مسکو د داعش وسله‌والې ډلې د پراخېدو په اړه اندېښمن دي.

دا څرګندونې د روسیې د بهرنیو چارو د وزارت ویاندې ماریا زاخارووا د جمعې په ورځ د اوونیزې خبرې غونډې پر مهال کړي دي.

د روسیې د بهرنیو چارو وزارت ویاندې دا څرګندونې په داسې وخت کې کړي چې په دې وروستیو کې د افغانستان د سولې د پروسې لپاره د امریکا هلې ځلې ډېرې شوي دي.

د همدې پروسې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت ځانګړي استازي په‌دې وروستیو کې سیمې ته د خپل سفر پر مهال د روسیې دوره هم کړې وه او د دې هېواد له چارواکو سره د افغانستان د سولې پر پروسې غږېدلی و.

خلیل‌زاد پر روسیې سربېره پاکستان ته هم تللی و او د دې هېوا له سیاسي او پوځي مشرانو سره یې د افغانستان پر وضعیت خبرې کړې وې.

د رسنیو د راپورونو له مخې روسیې د بهرنیو چارو د وزارت ویاندې د افغانستان د سولې د پروسې په لړ کې د همدغو هلو ځلو په اړه د یوې پوښتنې په ځواب کې ویلي:

"له افغانستان سره پر پوله لګېدلي هېوادونه په‌ دې لړ کې ستره همکاري کوي او روسیه په سیمه کې د خپلو پولو د امنیت د ټینګښت لپاره د دغو هېوادونو د هڅو او همکاریو باوري شریک دی."

د افغانستان د سولې د پروسې اړه د روسیې د بهرنیو چارو د وزارت د ویاندې تر دغو څرګندونو څو ورځې مخکې د افغانستان لپاره د روسیې د ولسمشر ځانګړي استازي ضمیر کابلوف د پاکستان سفر کړی و او د دې هېواد له چارواکو سره یې د افغانستان د سولې پر پروسې خبرې کړې وې.

د یادونې وړ ده چې کابلوف د افغانستان د سولې د پروسې په لړ کې د پاکستان هڅې ستایلې وې او ياکستانیو چارواکو ورته ډاډ ورکړی و چې په دې لړ کې به هڅې جاري ساتي او د سیمې د ثبات لپاره یې په افغانستان کې سوله ضروري بللې وه.

XS
SM
MD
LG