د لاسرسي ځای

تازه خبر

د عاصمې رانۍ پلار انصاف غواړي


د خیبر پښتونخوا په کواټ کې د وژلې زده کوونکې عاصمې رانۍ کورنۍ وايي د پېښې یو کال پوره شو خو ملزمانو ته لا هم سزا نه ده ورکړل شوې.

د عاصمې پلار وایي د مالي پرېشانیو له کبله نور د وکیل پیسې هم نه شي ورکولای. غلام دستګیر زیاتوي حکومت ورسره د انصاف ډېرې ژمنې وکړې، خو لا یې هم نه دي پوره کړې. عاصمه راني د ۲۰۱۸م کال د جنورۍ پر ۲۷مه په کواټ کې له خپل کور سره نېږدې وژل شوې وه.

د نوموړې کورنۍ تور پورې کړی وو چې عاصمې له مجاهد اپرېدي سره له واده کولو انکار کړی وو ځکه یې ووژله.

د غلام دستګیر په خبره، څومره پیسې یې چې لرلې هغه یې د راني د میډیکل کالج پر زده کړو ولګولې چې هغه به ډاکتره شي او د ولس خدمت به وکړي خو دغه یې د ټول عمر ارمان پاتې شو.

دستګیر وایي "زما لور تر ویشتل کېدو وروسته خپله ویلي ول چې 'مجاهد اپریدي ویشتې یم' خو تر اوسه راسره انصاف نه دی شوی."

دغه ویډیو پر ټولنیزو رسنیو خپره شوې وه چې د خلکو سخت غبرګون یې پارولی وو.

د پاکستان سپریم کورټ هم د ۲۰۱۸ کال په جنورۍ کې د عاصمې رانۍ تر وژنې وروسته د پېښې نوټس اخیستی وو او د متحده عرب اماراتو چارواکو د هغې د وژنې په تور مجاهد اپریدی هلته تر نیولو وروسته پاکستان ته لېږدولی وو.

د کواټ د پولیس وایي د اپریدي او دوه هغه کسان چې ورسره یې مرسته کړې وه، دا مهال زندانیان دي، او پرخلاف یې مقدمه روانه ده.

په تاندې هیلې خپرونه کې مو د عاصمې له کورنۍ سره خبرې کړې دي چې تاسې یې د غږ په ځای کې اورېدلای شئ.

تاندې هیلې
تم شئ
نښلول

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:12:48 0:00
د ډاېرېکټ لېنک

ستاسې نظر

تبصرې ښکاره کړئ

XS
SM
MD
LG