د لاسرسي ځای

تازه خبر

تورخم دروازه دې کرۍ شپه ورځ وازه وي: د عمران خان امر


ارشیف، د پاکستان صدراعظم عمران خان
ارشیف، د پاکستان صدراعظم عمران خان

د پاکستان وزیر اعظم عمران خان امر کړی چې د پاکستان او افغانستان پر سرحدي کرښه د تورخم دروازه باید ۲۴ ګنټې پرانيستې وي.

عمران خان دا څرګندونې د دوشنبې په ورځ پر خپله ټویټرپاڼه کړی دی.

"اړوندو حکومتي ادارو ته مې لارښوونه کړې چې په راروانو شپږو میاشتو کې دې د تورخم بارډر د ۲۴ ساعته پرانيستلو لپاره کار وکړي."

پاکستاني وزیر اعظم دا ګام "د دواړو وروڼو هېوادونو د دوه اړخیزو سوداګرۍ په غوړېدا او د خلکو ترمنځ د ورورۍ د اړیکو په پیاوړي کېدو کې مهم بللی" دی.

عمران خان د تورخم د ۲۴ ساعته فعال ساتلو اعلان په داسې وخت کې کړی چې د راپورونو له مخې، په دې وروستیو کې د پاکستان او افغانستان ترمنځ سوداګري د پخوا په پرتله ټیټې کچې ته رسېدلې ده چې له امله‌ یې په پاکستان کې سوداګر له اقتصادي ستونزو سره مخ شوي دي.

د تورخم دروازې یو پخوانی انځور
د تورخم دروازې یو پخوانی انځور

د تورخم په اړه د عمران خان تر اعلان څو ورځې مخکې د پاکستان حکومت د ګڼ شمېر هېوادونو لپاره د دې هېواد د ویزې اخیستلو شرایط اسانه کړل.

XS
SM
MD
LG