د لاسرسي ځای

تازه خبر

افغانان سوله غواړي خو په تدبیر يې غواړي: ولسمشر غني


ارشیف، ولسمشر محمد اشرف غني
ارشیف، ولسمشر محمد اشرف غني

افغان ولسمشر محمد اشرف غني وايي، د سولې په برخه کې د امریکا هڅې د سولې د برنامې یوه برخه ده چې مالکیت یې د افغان حکومت په لاس کې دی.

نوموړي چې د دوشنبې په ورځ يې ولس ته وینا کوله وویل، افغانان سوله غواړي خو په تدبیر يې غواړي ځکه د ولسمشر غني په وینا نه غواړي په افغانستان کې پخوانۍ تېروتنې تکرار شي.

افغان ولسمشر د داوود خان او ډاکټر نجیب واکمنۍ ته په اشاره وویل، دی پوهېږي چې له ډاکټر نجیب سره څه وشول؟ ملګرو ملتونو هغه ته د سولې تضمین ورکړ، خو وروسته هر څه په یوه ناورین بدل شول.

محمد اشرف غني په ټينګار سره وویل چې سوله یوه اړتیا ده خو د جګړې دوام د پیاوړي افغانستان د جوړېدو مخه نیسي:

"د طالبانو له‌خوا تاوتریخوالی او د جګړې دوام د یوه قوی دولت د جوړېدو مخه نیسي او دا د افغانستان د بهرنیو دښمنانو غوښتنه هم ده، زه پر طالبانو غږ کوم چې د پردیو له شومو پلانونو راووځي، خپله افغاني اراده تمثیل کړي، د افغانانو غوښتنو ته لبیک ووايي او له حکومت سره جدي مذاکرات پیل کړي. "

نوموړي وویل، دا باید هېر نه‌ شي چې د جګړې قربانیان افغانان دي او د سولې واګې هم باید د دوی په لاس کې وي.

ښاغلي غني وویل، په افغانستان کې د بهرنیانو موجودیت د نړیوالې او دوه اړخېزې پرېکړې په اساس دی او هېڅ افغان نه غواړي چې په دې هېواد کې بهرنیان د زیات وخت لپاره پاته شي.

نوموړي وویل، افغان حکومت هڅه کوي چې په افغانستان کې د بهرنیانو شتون د یو منظم پلان له مخې صفر ته راښکته کړي.

دا په‌ داسې حال کې ده چې په قطر کې د طالب استازیو او امریکايي پلاوي شپږ ورځنۍ خبرې د روانې اونۍ د شنبې په ورځ پای ته ورسېدلې.

که څه هم په یو شمېر راپورونو کې ویل شوي چې د قطر په ناسته کې له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو په وتلو، په افغانستان کې د لنډمهالي حکومت په رامنځته کولو او یوشمېر نورو مسایلو هوکړه شوې خو نه طالبانو او نه هم امریکا په‌ دې اړه رسمي څه ویلي دي.

د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد په قطر کې له طالب استازو سره تر خبرو اترو وروسته تېر ماښام له ولسمشر محمد اشرف غني سره په لیدنه کې وویل، د افغانستان د نظام د راتلونکي جوړښت په اړه يې له طالبانو سره هېڅ راز خبرې او بحث نه‌ دی کړی.

له ارګه په یوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي دي چې ښاغلي خلیلزاد په دوحه کې له طالبانو سره د خبرو جزیات له ولسمشر غني سره شریک کړل او ويې ویل چې په افغانستان کې د لنډمهالي حکومت په سر بحث د ده صلاحیت نه‌ دی او دی یوازې هڅه کوي چې د افغان خپلمنځیو خبرو اترو (بین الافغاني مذاکراتو) ته لار هوار کړي.

خلیلزاد ویلي، له طالبانو سره یې د اوربند پر مسئله بحث کړی خو تر اوسه پکې هېڅ پرمختګ نه دی شوی.

د ارګ خبر پاڼې په حواله چې په‌ دې لیدنه کې زلمي خلیلزاد وویل، طالبانو په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو د وتلو غوښتنه کړې ده خو تر اوسه امریکایان ورسره هیڅ ډول پرېکړې ته نه دي رسېدلي.

تېره ورځ د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پامپیو په خپل ټویټر په یو پیغام کې لیکلي ول چې امریکا د افغان سولې ملاتړ کوي او له دې هېواده د خپلو ځواکونو ایستلو ته جدي ده.

خلیلزاد ویلي، د بهرنیو ځواکونو په اړه هر ډول پریکړه به په ټاکلي وخت له افغان دولت سره په همغږۍ تر سره کیږي.

تمه ښودل شوې چې د امریکا متحده ایالتونو استازي او طالبان به د فبروري په ۲۵ مه بیا سره کیني.

د پاکستان پوځ ویاند اصف غفور په اتوار/یکشنبه په شمالي وزیرستان کې د خبریالانو یوې ډلې يه خپلو څرګندونو کې ویلي چې په افغانستان کې د سولې له ټینګښت سره به افغان حکومت خپل پام "غیر افغان طالب ډلو" ته واړوي: "که د سیاسي پخلاینې له لارې سوله راځي دا به اول د افغانستان لپاره ښه وي او بیا پاکستان ته. که په افغانستان کې سوله وي هغوی به خپلو اجتماعي-اقتصادي پرمختګونو ته پام راټول کړي او غیر افغاني طالب ډلې چې دننه په افغانستان کې دي هدف وګرځوي نو دا به له پاکستان سره مرسته وکړي."

که څه هم خلیلزاد ویلي چې روانې هڅې خپلمنځیو افغان خبرو ته د لار هوارولو هڅه ده خو د سیاسي چارو یوشمېر کارپوهان وايي، لا وخت شته چې د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ خبرې اترې پیل شي.

د افغانستان سولې او جګړې انسټټیوټ سرپرست حکمت‌الله اعظمي
د افغانستان سولې او جګړې انسټټیوټ سرپرست حکمت‌الله اعظمي

‌د افغانستان د سولې او جګړې انسټیټیوټ سرپرست حکمت الله اعظمي په دوشنبه ازادي راډيو ته وویل:

"زه فکر کوم تر اوسه لا هم وختي دی، د خلیلزاد او طالب استازیو خبرې باید د پوخوالي مرحلې ته ورسېږي او ترې وروسته به د بین‌الافغاني مذاکرات پیلېږي، زه فکر کوم د خبرو دوهم پړاو چې د بین‌الافغاني خبرو پیل دی دا پړاو به ډېر سخت وي ځکه د خبرو په دې پړاو کې به په سیاسي نظام، اساسي قانون او یو شمېر نورو موضوعاتو به بحث کیږي، نو د خبرو دا مرحله به ډېره سخته وي او له بده مرغه د دې ډېر امکان به وي چې دا مذاکرات هغه وخت خراب شي."

افغان حکومت وايي، د امریکا هڅه دا ده چې د افغان حکومت او طالبانو تر منځ د مستقیمو مذاکراتو لا هواره کړي.

د افغانستان سولې عالي شورا، ولسي جرګې او یو شمېر عامو خلکو د قطر په کوربه‌ توب د طالبانو او امریکایي استازیو وروستۍ ناسته ستایلې او ټینګار یې کړی چې طالبان باید له افغان حکومت سره مخامخ خبرو ته کښېني او له هېواده د جګړې ټغر ټولو ته لار برابره کړي.

راپور: اکرام الله اکرام

XS
SM
MD
LG