د لاسرسي ځای

تازه خبر

پر پاک افغان پوله ۹۰۰ کلومیټره تار عځول شوی: غفور


د پاکستان پوځ وايي، پر پاک افغان پوله یې د شاوخوا ۹۰۰ کلومیټره اغزن تار غځولو چارې بشپړې کړې دي.

د پوځ ویاند اصف غفور دا څرګندونې په اتوار/یکشنبه په شمالي وزیرستان کې د خبریالانو یوې ډلې ته کولې چې د غلام خان، میرام شاه او نورو سیمو لیدو ته یې ورسره بیولي ول.

غفور دا هم وویل چې د اغزن تار له لګولو سره به پر پوله د وسله والو تګ راتګ په څارلو کې مرسته و شي.

هغه دا هم ویلي چې په افغانستان کې د سولې له ټینګښت سره به افغان حکومت خپل پام "غیر افغان طالب ډلو" ته واړوي: "که د سیاسي پخلاینې له لارې سوله راځي دا به اول د افغانستان لپاره ښه وي او بیا پاکستان ته. که په افغانستان کې سوله وي هغوی به خپلو اجتماعي-اقتصادي پرمختګونو ته پام راټول کړي او غیر افغاني طالب ډلې چې دننه په افغانستان کې دي هدف وګرځوي. نو دا به له پاکستان سره مرسته وکړي."

د پاکستان د پوځ ویاند داسې وخت دا خبره وکړه چې په دوحه کې د طالبانو او امریکايي پلاوي شپږ ورځنۍ خبرې پای ته ورسېدې او د دغو خبرو د جزیاتو د شریکولو لپاره د امریکا خاص استازی زلمی خلیلزاد کابل ته تللی دی.

افغان ولسمشر اشرف غني د سویس په داووس کې تېره اوونۍ یو ځل بیا وویل چې طالبان د پاکستان دولت سره چې دوی «طالبانو» ته پټنځای، سرچینې او ملاتړ چمتو کوي بنیادي اړیکه لري.

XS
SM
MD
LG