د لاسرسي ځای

تازه خبر

د پاکستان بورسونو لپاره په جلال اباد کې امتحان واخیستل شو


پاکستان د ازموینې له لارې افغان محصلین قبلوي.
پاکستان د ازموینې له لارې افغان محصلین قبلوي.

جلال اباد ـ د پاکستان حکومت د افغانستان د مشرقي ولایتونو هغو ۸۰۰ زده کونکیو ته تعليمي سکالرشيپونه ورکوي چې له ۱۲مو ټولګو فارغ شوي دي. په همدې موخه په ننګرهار کې پوهنتون کې د يکشنبې په ورځ ازموینه واخيستل شوه.


چارواکو مشال ته ویلي، په پاکستان کې د وړیا زده کړو لپاره د کونړ، لغمان، نورستان او ننګرهار ولایتونو څخه په ازموینه کې څلور زرو زده کوونکو نوم لیکنه کړې وه.

له ختیځو ولایتونو زرګونو ځوانانو د کانکور لپاره نومونه لیکلي
له ختیځو ولایتونو زرګونو ځوانانو د کانکور لپاره نومونه لیکلي

په جلال اباد کې د پاکستان کونسلګرۍ مشر عابدالله وايي چې سږکال به د مشرقي ولایتونو څخه ۸۰۰ افغان زده کوونکي په بېلابېلو پوهنتونونو او بېلابېلو علمي رشتو کې ومني. دی وايي:

((د دې کال لپاره ۸۰۰ سکالرشيپونو لپاره ټیسټونه روان دي. په دې کې د مشرقي ولایتونو څخه ۴۰۰۰ کسانو راجسټریشن کړی دی چې د جنورۍ په ۲۷مه او ۲۸مه به له دوی نه ټیسټونه اخیستل کېږي. دوی ته به هلته په ميډيکل کالجونو، انجینرینګ، کمپیوټر ساینس، حقوق او سوشل ساینس کې داخلي ورکړل شي. په یوه زده کوونکي ېږدې شپږ ميلیونه پاکستانۍ روپۍ مصرف راځي.))

د ازموینې یوه څنډه
د ازموینې یوه څنډه

د ننګرهار پوهنتون د محصلانو چارو مرستيال پوهندوی سید اکرام هاشمي د پاکستان له حکومته مننه وکړه چې هر کال افغان زده کوونکي په بېلابېلو علمي رشتو کې په سکالر شيپونو مني:

(( موږ دغه شان پروسې کاملاً تاییدوو. د دوست هېواد پاکستان نه مننه کوو چې زموږ د ځوانانو د تعليمي سويې د لوړولو لپاره امکانات برابروي، موږ يې تقديروو، ننګرهار پوهنتون له هر هغه چا سره مرسته کوي، چې افغان زده کوونکو ته علمي اسانتیاوې برابروي.))

په جلال اباد کې د پاکستان د کونسلګرۍ چارواکي وايي چې تېر کال د پاکستان حکومت د افغان زده کوونکو لپاره ۴۰۰۰ سکالرشيپونه اعلان کړي وو او په بېلابېلو علمي رشتو کې یې په سلګونه زده کوونکي منلي او په راتلوونکي کلونو کې به هم دا لړۍ دوامداره وساتي.

XS
SM
MD
LG