د لاسرسي ځای

تازه خبر

د پښتون ژغورنې غورځنګ اووه غړي جېل ته لېږدول شوي


تر دې وړاندې په بنو کې هم د پښتون تحفظ غورځنګ غړي پولیسو ګرفتار کړي ول.
تر دې وړاندې په بنو کې هم د پښتون تحفظ غورځنګ غړي پولیسو ګرفتار کړي ول.

پراګ ـ د جنورۍ پر ۲۶مه، په مردان کې یو عدالت، تر ګرفتارۍ مخکې د پښتون ژغورنې غورځنګ د اووه ملاتړو او غړو ضمانت رد کړ او هغوی یې زندان ته واستول.

دې اووه کسانو د غورځنګ د جلسې لپاره تیارۍ کولې خو پولیسو د پاروونکو ویناګانو په تور نیولي.

د یاد غورځنګ یوې مشرې ثنا اعجاز د جنورۍ ۲۶مې پر ماخوستن مشال راډیو ته وویل، حکومت د اییني او جایزو غوښتنو په ځواب کې د دوی د غلي کولو هڅې کوي:

"په دوی کې اختر خان وزیر، اقبال هوتي، سید رضا شاه باچا، عاطق وزیر، شیرزاده او اعجاز افغان شامل دي. دوی د ۲۰۱۸ز کال په اپرېل میاشت کې د پښتون تحفظ موومېنټ د پېښور جلسې لپاره په تیاریو کې برخه اخیستې وه نو د مردان پولیسو یې پر ضد پرچه درج کړه. اوس د خالي پر ورځ (جنوري ۲۶) یې تر ګرفتارۍ مخکې د ضمانت لپاره اورېدنه وه چې منظوره نه شوه او عدالت یې د نیولو حکم وکړ. موږ وایو چې د خپلو حقونو د غوښتلو لپاره به مبارزه په هر حال کې جاري ساتو. زموږ ملګري څوک په ګواښونو، ځورولو او جیلونو نه شي وېرولی."

د دغو کسانو خلاف د ۲۰۱۸ز کال د اپرېل پر ۱۰مه، د مردان ښار په مرکزي تاڼه کې رپورټ درج شوی وو.

د تاڼې محرر عبدالسلام وايي، پر دغو کسانو د پاروونکو ویناګانو په کولو پرچې شوې دي:

"پv دوی د ۱۲۰ بي، ۱۲۱ او ۱۲۴ ای دفعې [یعنې تورونه] دي چې د پاروونکو ویناګانو لپاره لګول کېږي. ۱۴۷ او ۱۴۹ هغه دفعې دي چې یو څوک خلک بلوه کولو ته هڅوي او بله دفعه ۱۰۹ ده، د دې مطلب دا دی چې دا کسان د چا په اشاره او وینا ناقانونه کار کوي."

په دې کسانو کې د عبدالولي خان پوهنتون استاد اختر خان وزیر هم شامل دی چې په اړه یې د دغه پوهنتون یو پخوانی استاد ضیاء الله همدرد وايي:

"اختر خان وزیر د سیاسیاتو او نړیوالو اړیکو د څانګې استاد دی چې په دې برخه کې لوړې زدکړې او ډیره تجربه لري. نوموړي د پاکستان له [څېړنیزو ادارو] سره هم کار کړی. په دغه شان یوه اداره کې یې د بشري حقونو له وفاقي وزیرې شیرین مزارۍ سره هم څه موده همکاري کړې ده، پر حالاتو ژور نظر لري او تل یې د پښتون ولس په ځپلو غبرګون ښودلی."

ثنا اعجاز وايي، د خپلو قانوني او اییني حقونو لپاره مبارزه به جاري ساتي او د نیولو شویو ملګرو د خوشي کولو لپاره به عدالت ته ورځي.

  • انځور سایز

    منور شاه

    منور شاه  له ۲۰۱۰ز کال راهيسې د مشال رېډیو همکار دی. هغه د تعلیم په هکله اوونيزه خپرونه روښانه مستقبل هم وړاندې کوي.  

XS
SM
MD
LG