د لاسرسي ځای

تازه خبر

'د امريکا او طالبانو ترمنځ نن هم پر افغان سوله خبرې دوام لري'


زلمی خليلزاد
زلمی خليلزاد

پراګ - د افغانستان د سولې لپاره د امریکا د ځانګړي استازي زلمي خليلزاد او په قطر کې د طالبانو د استازو ترمنځ د افغان سولې په اړه خبرې نن د جنورۍ په ۲۶مه هم دوام لري. دا خبره نن په قطر کې د طالبانو ځېنو سرچينو مشال راډيو ته وکړه.

سرچينو د پرونۍ غونډې پای ته رسېدو وروسته مشال راډیو ته ویلي چې تر څه حده په خبرو کې پرمختګ شوی دی. د دوی په وينا اوربند ، له افغانستانه د امریکايي ځواکونو وتل او د افغانستان خاوره د کوم بل هېواد پر ضد نه کارول د دې خبرو اترو مهم موضوعات دي. د امریکايي پلاوي او طالبانو د استازو تر منځ خبرې د جنورۍ پر ۲۱مه د قطر په پلازمېنه دوحه کې پېل شوي دي.

قطر هغه ځای دی چې د طالبانو غېر رسمي دفتر د م ۲۰۱۳کال راهيسې فعالیت پکې کوي.

طالبانو د جنورۍ پر ۲۴مه په یوه اعلاميه کې وویل چې ملا عبدالغني برادر په قطر کې د دوی د سیاسي دفتر د مشرپه توګه وټاکل شو او دا اقدام له امریکا سره د مذاکراتو د تقويت او په ښه توګه پر مخ وړلو په هدف شوی دی.

د طالبانو په اعلاميه کې دا هم ويل شوي چې د ملا برادر تر ټاکل کېدو وروسته به د طالبانو مذاکراتي ډله خبرو اترو ته دوام ورکړي او کوم بدلون به نه پکې راځي. د افغان حکومت استازو په دې غونډه کې حضور نه درلود او طالبانو له افغان چارواکو سره د سولې خبرې رد کړي او ويلي يې دي چې له واشنګټن سره مذاکرات کوي.

خو افغان حکومت تر دې مخکې ویلي چې د افغانستان د سولې لپاره د امریکا هڅې له افغان حکومت سره په همغږۍ پر مخ ځي.

کله چې د امريکا د بهرنيو چارو وزارت د تېر کال په سپټمبر مياشت کې خليلزاد د افغانستان د سولې لپاره د دې وزارت ځانګړی استازی وټاکه، د سولې هڅې زیاتې شوي دي.

نه یوازې خليلزاد څو ځلې د سيمې هېوادونو ته سفرونه کړي او د افغانستان د سولې په اړه یې بحثونه کړي، بلکې افغان حکومت هم د سولې په اړه د مشورتي بورډ په جوړولو او د افغانستان د سولې د عالي شورا د دارلانشا د مشر په توګه د عمر داودزي په ګمارلو سره د افغانستان د سولې په برخه کې هڅې زیاتې کړې.

اوسمهال عمر داودزی چين ته تللی چې د افغانستان د سولې د بهير په اړه د چين له چارواکو سره وويني او په دې برخه کې د پيکنګ همکاري جلب کړي.

XS
SM
MD
LG