د لاسرسي ځای

تازه خبر

پښتانه ځوانان وايي پي ټي اېم د باچاخان د مبارزې اثر دی 


د دې اونۍ په ځوانانو غږ خپرونه کې مو دا وار د باچا خان اوونۍ په تړاو په پېښور او کابل کې له ځوانانو سره پر دې خبرې کړي چې د عدم تشدد پر فلسفې ولاړه د باچاخان مبارزه د دغه سيمې پرځوانانو څه اثرات لري؟ په پېښور او کابل کې دواړو مېلمنو لکه د پي ټي اېم مشرې غړي ثنا اعجاز او د کابل ځوان مدني فعال طاير ځلاند وويل چې د باچاخان د دغې مبارزې اثر د پښتون ژغورنې غورځنګ په بڼه تر سترګو کېږي چې په سوله ييزه توګه يې خپلې مبارزې ته دوام ورکړی دی. د ځوانانو غږ خپرونې کوربه اسرار عالم مومند دی.

پښتانه ځوانان پي ټي اېم د باچاخان د مبارزې نتيجه ده
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:26:14 0:00
د ډاېرېکټ لېنک

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG