د لاسرسي ځای

تازه خبر

'اسلام اباد دې د بلوچستان وچکالۍ ته پام واړوي'


اصغر خان اڅکزی وايي وچکالۍ د صوبې کروندګرۍ او باغوانۍ ته لوی تاوان اړولی
اصغر خان اڅکزی وايي وچکالۍ د صوبې کروندګرۍ او باغوانۍ ته لوی تاوان اړولی

پراګ - د بلوچستان اسمبلۍ مرستیال سپیکر او یوه بل غړي ویلي، د جنورۍ پر ۲۸مه په پیلېدونکې غونډه کې به د صوبې پر وسایلو، وچکالۍ او اوبو پر بحران بحث کوي چې پر یوه ګډه کړنلار سلا شي او له وفاقي حکومته د بیړنیو اقداماتو غوښتنه وکړي.

په بلوچستان کې د عوامي نیشنل ګوند مشر اصغر خان اڅکزي د جنورۍ پر ۲۳مه مشال راډیو ته وویل، ګوند یې د بلوچستان عوامي ګوند په مشرۍ په صوبايي حکومت ورګډ دی او له وفاقه به غوښتنه کوي چې نه یوازې د اوبو بحران هواري لپاره بیړني اقدامات وکړي، بلکې اغېزمنو خلکو ته هم رعایتونه او مرستې ورکړي.

اڅکزی وايي، یوازې پښتون مېشته سیمې نه بلکې ټول بلوچستان اوږدمهاله وچکالۍ ځپلی دی چې له کبله یې د ځمکلاندې اوبو سطح خورا ټیټه شوې او د کاریزونو له لارې د اوبه خور نظام کار نه کوي.

د ده په خبره، په یو شمېر سیمو کې د اوبو بحران او وچکالۍ کرنې، باغوانۍ او مالدارۍ ته لوی تاوان اړولی دی.

وفاقي حکومت په بلوچستان کې د نویو ډیمونو جوړولو لپاره د ۱۰۰۸ میلیونه روپیو سپارښتنه کړې.
فیصل واوډا

اڅکزی وايي، د زیارت په ځېنو سیمو کې خلک د څښلو اوبه نه لري.

د ده په خبره، په بوري یا لورالايي کې د یو شمېر کلیو اوسېدونکو نورو ځایونو ته کډه کړې چې دا د لوی بحران ښکارندويي کوي.

د بلوچستان اسمبلۍ مرستیال سپیکر سردار بابر خان وايي، دی به د جنورۍ ۲۸مې د غونډې مشري کوي.

دی زیاتوي، اپوزیشن او حکومت دواړو ته یې ویلي چې د اوبو بحران هواري او د وچکالۍ د بدو اثراتو په اړه ګډ دریځ غوره کړي.

اوبه نشته، تیار باغونه وهل کېږي
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:03:56 0:00

د بلوچستان اسمبلۍ مرستیال سپیکر او بل غړي دا څرګندونې پر داسې مهال کړې دي چې د پاکستان د اوبو سرچینو وزیر فیصل واوډا د جنورۍ پر ۲۳مه د سېنېټ په غونډه کې وویل، د تحریک انصاف په مشرۍ وفاقي حکومت د بلوچستان د اوبو زېرمو لپاره د نویو بندونو جوړولو پروژې عملي کوي:

"وفاقي حکومت په بلوچستان کې د نویو ډیمونو جوړولو لپاره د ۱۰۰۸ میلیونه روپیو سپارښتنه کړې. د دې طریقه دا ده چې صوبه له وفاقي حکومته غوښتنه کوي خو موږ وار له مخه ورته پیسې زیاتې کړې دي ځکه چې له بلوچستان سره پخوا هم توپیري چلند شوی. ۸۴۸ میلیونه روپۍ مو ورکړې دي او په دې اوسنۍ سپارښتنه کې موږ نوې پروژې هم لرو."

په عین وخت کې اسیايي پرمختیايي بانک او د بلوچستان حکومت د جنورۍ پر پېنځمه یوه موافقه لاسلیک کړه چې ورسره سم به هغه بانک په صوبه کې د اوبه خور نظام بیارغولو او د اوبو سرچینو انتظام لپاره د ۱۰۷ میلیونه امریکايي ډالرو پور ورکوي.

د بلوچستان حکومت په ډېسېمبر کې ویلي ول چې د ملګرو ملتونو په مرسته د صوبې په بېلا بېلو سیمو کې سروې کوي چې د وچکالۍ اثرات معلوم او ځپلو خلکو ته مرستې ورسوي.

XS
SM
MD
LG