د لاسرسي ځای

تازه خبر

په جلال اباد کې هم د باچا خان اوونۍ ولمانځل شوه


په جلال اباد کې د باچاخان اوونۍ.
په جلال اباد کې د باچاخان اوونۍ.

د افغانستان د ملي تحریک یو شمېر مخکښ غړي په جلال اباد کې د عدم تشدد د مخکښ مبارز او خدايي خدنمتګار تحريک مشر باچا خان د اوونۍ د نمانځنې په پار د هغه مزار ته ورغلل او د ګلونو د ګېډیو په کېښودو سره يې د هغه ارواښاد یاد تازه کړ.

روانه اوونۍ دعدم تشدد د مخکښ مبارز او خدايي خدمتګار تحریک مشر باچاخان په نوم سره نومول شوې چې د خیبر پښتونخوا نه علاوه د پاکستان په یو شمېر نورو ښارونو کې هم دا اوونۍ د باچا خان په یاد د غونډو په تر سره کولو سره ونمانځل شوه.

په جلال اباد کې د افغانستان د ملي تحریک يو شمېر مخکښ غړي هم د چارشنبې په ورځ د باچا خان مزار ته ورغلل او د هغه په مزار يې د ګلونو ګېډۍ کېښودې.

د یاد تحریک مشر استاد محمد اسمعیل یون باچا خان داسې شخصیت یاد کړل چې له نژادي او لساني توپیرونو ورهاخوا يې د انسانیت لپاره کار کاوه:

(( باچا خان د انسانیت د ازادۍ او د پښتنو د ابادۍ په خاطر او د لوی افغانستان د ولسونو د پيوستون په خاطر پوره دېرش کاله په زندان کې تېر کړي دي. ستر انساني پېغامونه يې درلودل، د ده مفکوره د پروني انسانیت تقاضا هم وه، نن هم ده او سبا به هم وي. سوله او عدم تشدد انساني ضرورتونه دي او دی یو له هغو سترو شخصیتونو څخه و چې د نژاد، ژبې او له نورو حدوداتو نه هاخوا د انسانیت لپاره يې کار وکړ او د هند نیمه وچه يې ازاده کړه.))

لیکوال او کره کتوونکی امرالله امید وايي چې باچا خان کلي په کلي او کور په کور ګرځېدلی و او پښتنو ته يې د امن، ورولۍ او تعليم پېغام رسولی و:

(( باچا خان د پښتنو په کليو او دېرو وګرځېدو او د عدم تشدد د فکر د خپرولو د بنسټګر په توګه يې خپل ایماني مسوولیت ادا کړ. د هغه فلسفه دا وه چې نړۍ دې په امن کې وي، په ځانګړي ډول په پښتنو دي تشدد نه کېږي، دلته دې امن وي، دلته دې تعلیم وي او دلته دې پرمختګ وي. خو نن د دې زیاته اړتیا ده چې د عدم تشدد د مفکورې قافله غښتلي شي او پښتانه د دغو بدبختیو او تیارو نه راووځي.))

د باچا خان په مزار د ډاکټر نجیب الله د واکمنۍ پرمهال د جوړېدو کار پیل شوی و چې بیا يې د جوړېدو چارې د اوږدو کلونو لپاره ځنډېدلې وې، خو د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي د دويمې دورې په وروستي کال يې په دريم ځل پر مزار د جوړېدو چارې پیل شوې، خو بيا هم د نامعلومو وجوهاتو له امله ځنډېدلي چې لا هم په ټپه ولاړې دي.

د ننګرهار د اطلاعات او فرهنګ رييس اورنګ صميم وايي چې په مزار د کمپلکس د جوړېدو واک د مرکزي دولت او باچا خان د کورنۍ پورې اړه لري.

(( هغه وخت چې زلمي هېوادمل د پخواني ولسمشر حامد کرزي فرهنګي مشاور و، د مزار د جوړېدو چارې يې پیل کړې وې او دلته په ننګرهار کې يې د بهرنیو چارو ریاست چارې څارلې، خو تر کومه چې موږ ته معلومات دی، د مزار د جوړېدو چارې يې په کورنۍ پورې اړه لري او کورنۍ يې دا کار ډېر په ندرت او وقفه يي شکل مخته وړلو. وړاندیز مو دا دی چې د افغانستان په حکومت هم دا غږ کوو او هغه چا چې د جوړېدو چارې په غاړه اخيستې، په هغوی هم غږ کوو چې د باچا خان مزار دې ژر تر ژره جوړ کړي.))

باچا خان په ۱۸۹۰ میلادي کال د خیبر پښتونخوا په اشتنغر کې دنیا ته سترګې غړولی وې او په ۱۹۸۸ ميلادي کال د جنورۍ په شلمه نېټه په پېښور کې ومړ او د هغه له وصیت سره سم يې مړی په جلال اباد کې خاورو ته سپارل شوی و.


XS
SM
MD
LG