د لاسرسي ځای

تازه خبر

خوست کې به د پاچا خان پوهنتون د جوړیدو کارونه ژر پیل شي: بشرمل


خوست کې د پاچاخان پوهنتون د جوړېدو په اړه غونډه.

د افغان حکومت چارواکي وايي، چې په خوست کې د ولسمشر غني لخوا د پاچا خان پوهنتون جوړیدل منظور شوي او کارونه به يې ډېر ژر پیل شي.

دوی زیاتوي په خوست کې د شمل- دوه منده د اوبو بند او په لویه پکتیا کې د جلغوزیو د یو میلیون نیالګیو د کېنولو چارې، دې ولایت لپاره هغه دوې نورې مهمې او بنسټیزې پروژې دي، چې تر راتلونکو دریو میاشتو به يې په خپله د ولسمشر لخوا د کارونو د پیل پرانیسته وشي.

چارواکو یادې څرګندونې نن د دوشنبې ورځې مازدیګر مهال د خوست د خلکو په یوه غونډه کې وکړې.

د چارو د ادارې تخنیکي معین خان ولي خان بشرمل د غونډې ګډونوالو ته وویل، په خوست کې د پاچا خان پوهنتون جوړیدل دلته یو فکر اوخیال وو، خو ولسمشر غني دې فکر ته د عمل جامه ورکړه.

بشرمل زیاتوي، خوست به په نېږدې کلونو کې نه یوازې د لويې پکتیا لپاره بلکې د کرښې په دواړو غاړو کې پرتو خلکو لپاره به په یو اقتصادي، صنعتي، تفریحي او تعلیمي سیمه بدل شي.

د خوست په یاده غونډه کې د افغانستان د کابینې څلورو وزیرانو او د پنځو نورو وزارتونو معینانو او د چارو د ادارې چارواکو ګډون کړی وو.

که څه هم د ولسمشر غني لخوا د پاچا خان پوهنتون څه موده مخکې منظور شوی، خو خوست والي حلیم فدايي وايي، چې ډېر ژر به د دې مسالې د تعقیب لپاره په خوست کې یو ګډ ارتباطي کمسیون جوړ شي، چې فوق العاده تشکیل به لري او د پوهنتون د چارو پرمختیاوې به له نږدې تعقیبوي.

په خوست کې د شمل دوه منده پر خوړ د اوبو بند جوړول هم هغه زیربنايي پروژه ده، چې په وروستیو اولسو کلونو کې ولسونو تل غوښتنه کړې او چارواکو ورسره ژمنې کړي دي.

د شمل دوه منده خوړ چې یو او بل لوري ته يې غرونه دي او د ځدراڼو د درو او شیلو اوبه په کې راځي، د کار پوهانو په وینا که جوړ شي، د اوبو د ضایع کیدو د مخنیوي او د یوې اندازې برښنا د تولید تر څنګ به لسګونه زره هکټاره ځمکو خړوبولو ته دوامداره اوبه پیدا شي.

چارواکو په یوه میاشت کې د دې بند د جوړولو د کار د پیلیدو خبره وکړه او خلک هم دې ته د یو ښه پرمختګ په نظر ګوري.

قومي مشر ګل نواز مندوزی وايي، چې دا پروژه نه یوازې خوستوالو لپاره ارزښتمنه ده، بلکې په ملي کچه هم پوره ارزښت لري.

چارواکو د خوست په اړه د سیمه ییزو ارګانونو لخوا د ټاکلي پلاوي د ارزونې پایلې هم ګډونوالوسره شریکې کړې، د خوست تېره اداره يې ناکامه وبلله او ويې ویل، چې باید اصلاحات په کې راشي.

دوی وویل، په خوست کې به ډېر ژر د ادارې په نورو برخو کې هم بدلونونه راشي او هغو ادارو ته به رسمي رئیسان وټاکل شي، چې تر اوسه د سرپرستانو لخوا مدیریت کیږي.

تبصرې وګورئ (۴)

دا فورم بندشوی \ دبحث داخونه بنده شوې
XS
SM
MD
LG