د لاسرسي ځای

تازه خبر

شهریار اپریدی: ملک له مخدره موادو پاکوو


په اسلام اباد کې مخدره توکي سوزول کېږي
په اسلام اباد کې مخدره توکي سوزول کېږي

پراګ ـ د پاکستان د کورنیو چارو وزیر شهریار اپریدی وايي، حکومت ژمن دی چې هېواد به په هر حال کې له نشیی توکو پاکوي.

نوموړي د خالي په ورځ په اسلام اباد کې په تعلیمي ادارو کې د نشيي موادو د مخنیوي په اړه یو سېمینار ته وویل، په دې لړ کې له میندو، پلرنو او استادانو هم غوښتنه کوي چې ځوانان له نشو منع کړي.

بلخوا خبریال مدثر اپریدی وايي، حکومت وړاندې هم دغه شان ژمنې کړي خو ډیرې کمې یې عملي کړي دي.

((حکومت څو واره وویل چې په ځوانانو کې د نشو د خوریدو مخنیوی به کوي خو بیا یو څو غریبانان ونیسي او هغه زورور خلک چې په دې دنده کې پېسې ګټي هغوی ازاد پاتې شي، نو ځکه دا لړۍ بیا شروع شي. ما له هغو ځوانانو سره خبرې کړي دي چې په نشو اخته دي، دوی زیاتره د محرومیانو ښکار وي او په تعلیمي ادارو کې هم ورته ماحول سم نه وي چې په نتیجه کې یې دوی نشو ته مخه وکړي. تر څو چې حکومت په دې لړ کې سنجیده اقدامات ونکړي، دا ناسور نه ختمیږي.))

د نفسیاتو ماهر ډاکټر افتخار حسین شا وايي ځوانانو او په خاصه توګه د تعلیمي ادارو په زده کونکو کې د چرسو او پوډرو نه زیاته «ایس» نومې نشه عامه شوې ده. نوموړی وویل:

((په دې کې د کالج هلکان او جینکۍ هم شامل دي او هغه کسان چې وړاندې به یې چرس او پوډر څښل، هغوی هم د ایس نشه شروع کړې ده. ایس نشه کې دا مسله ده چې له استعمال وروسته یې یو تن ته خوب نه ورځي او چې څو ورځې بې خوبه پاتې شي نو د لیونتوب چپې راتلل پرې شروع شي. بیا چې مور پلار، خپلوان او دوستان یې ورسره مرسته ونکړي او سم علاج یې و نه شي نو په مکمله توګه لیونی شي.))

ډاکټر افتخار حسین شاه زیاتوي چې په ایس نشه اخته کسانو کې بې ځایه ویره او په خلکو شک کول زیاتیږي، خوب یې کم شي او څه موده وروسته یې دماغي توازن خراب شي.

  • انځور سایز

    منور شاه

    منور شاه  له ۲۰۱۰ز کال راهيسې د مشال رېډیو همکار دی. هغه د تعلیم په هکله د اوونيزې خپرونې "روښانه مستقبل" کوربه هم پاتې شوی دی او پر بېلابېلو سیاسي، امنیتي او ټولنیزو موضوعاتو راډیويي، لیکلي او ویډیويي راپورونه جوړوي.

XS
SM
MD
LG