د لاسرسي ځای

تازه خبر

د مشال راډیو د خپرونو نهه کاله پوره شول


د مشال راډیو خبریال سېلاب مسود (ښي خوا ته) د ډېره اسماعیل خان په یوه روغتون کې له ژوبلو سره
د مشال راډیو خبریال سېلاب مسود (ښي خوا ته) د ډېره اسماعیل خان په یوه روغتون کې له ژوبلو سره

پراګ - د ۲۰۱۹ز کال د جنورۍ پر ۱۵مه د مشال راډیو د خپرونو نهه کاله پوره شول.

د ازادې اروپا راډیو د جنورۍ پر ۱۸مه په یوه بیان کې ویلي دي چې نهه کاله مخکې د خپرونو له پیل راهیسې مشال راډیو په قبایلي سیمو کې د سختدریځو د پروپیګنډې ضد د یوه قوي متبادل په توګه کار کړی.

د مشال راډیو مشر محمد امین مدقق وايي، تقریباً یوه لسیزه وړاندې به د پاکستان په قبایلي سېمو کې ځوانانو د خپلو غوښتنو لپاره د تشدد لاره کاروله، خو اوس د انصاف غوښتلو لپاره پرامنه او جمهوري لارې غوره کوي.

د نوموړي په خبره، مشال راډیو د خلکو اواز دی او په باور یې خپله دنده یې په سمه توګه ترسره کړې.

په ۲۰۱۰ز کال کې چې مشال راډیو جوړه شوه نو موخه یې د سیمې خلکو، په ځانګړي ډول، ځوانانو ته د وسله والو طالبانو د راډیوګانو پر ځای متبادل ورکول او د وسله والو ډلو لیکو ته د هغوی د جذبېدو مخنیوی کول ول.

د ازادې اروپا راډیو بیان وايي، یوازې په تېر کال کې شاوخوا ۴۲ میلیونه ځلې خلکو د مشال راډیو پر فېسبوک پر خپرو شویو موادو نظرونه ورکړي او پر یوټیوب یې ویډیوګانې څه د پاسه ۱۰۰ میلیونه ځلې لیدل شوې دي.

مشال راډیو پر فېسبوک شاوخوا دوه میلیونه خلکو خوښه کړې.

د ښځو حقونو نومیالۍ فعالې ګلالۍ اسماعیل په وروستیو کې له مشال راډيو سره په خبرو کې ویلي ول چې دې راډیو د ښځو حقونو په اړه د اګهۍ په برخه کې کار کړی دی او عامو وګړو ته د هغوی د مسلو په اړه د بحث موقع ورکوي.

د ازادې اروپا راډیو په ۲۵ ژبو کې خپرونې کوي او په بېلا بېلو هېوادونو کې د دې راډیوګانې او ووبپاڼې پر داسې مهال بې طرفه او متوازنه خبریالي کوي چې په هغو ټولنو کې خپلواکه رسنۍ نه شته او یا تر فشار لاندې دي.

د طالبانو ډلې له موږ سره رابطه کوي او وايي چې که موږ یې غوښتنې و نه منو، نو حمله به راباندې وکړي.
محمد امین مدقق

په قبایلي سیمو کې خبریال صفدر داوړ وايي، په سیمه کې نه ټېلېوېژنونه شته، نه ورځپاڼې او نه هم نورې رسنۍ.

د ده په خبره، د مشال راډیو خپرونو خلک له خپلو بنیادي حقونو او اړتیاو څخه خبر کړي او اوس یې خلک غوښتنه کوي.

خو د مشال راډیو کار له ګواښونو او خطرونو هم خالي نه دی.

د راډیو مشر مدقق وايي: "د طالبانو ډلې له موږ سره رابطه کوي او وايي چې که موږ یې غوښتنې و نه منو، نو حمله به راباندې وکړي. همداراز، د استخباراتي ادارو چارواکو هم زموږ پر خبریالانو فشار راوړي."

دا فشارونه هغه مهال ډېر زیات شول چې د پاکستان د کورنیو چارو وزارت د ۲۰۱۸ز کال د جنورۍ پر ۱۹مه په یوه بیان کې د هېواد د استخباراتي ادارې (ای اېس ای) په یادولو، په اسلام اباد کې د مشال راډیو دفتر وتړه او دعوه یې وکړه چې د دې راډیو خپرونې د "پاکستان د ګټو ضد دي."

د ازادې اروپا راډیو د پاکستاني حکومت پر دې اقدام خواشينی وښوده او پر چارواکو یې غږ وکړ چې د راډیو خبریالانو ته بې له وېرې د کار کولو اجازه ورکړي.

په ۲۰۱۸ز کال کې په پاکستان کې د مشال راډیو ووبپاڼه په جزوي ډول تړلې وه.

مشال راډیو د ۲۰۱۰ز کال د جنورۍ پر ۱۵مه خپرونې پیل کړې وې او هره ورځ نهه ساعته خپرونې کوي چې پکې خبرونه، رپورټونه، شننې، تبصرې او اوونیزې ثبت شوې او ژوندۍ خپرونې شامل دي. مشال راډیو د سیمې او نړۍ پر سیاست، اقتصاد، کلتور، هنر او نورو موضوعاتو بې طرفه، پر واقعیتونو ولاړه او متوازنه خبریالي کوي.

XS
SM
MD
LG