د لاسرسي ځای

تازه خبر

عمران خان قطر ته روان دی


د پاکستان وزیراعظم عمران خان
د پاکستان وزیراعظم عمران خان

اسلام اباد ـ د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت وايي، وزیراعظم عمران خان د جنورۍ پر ۲۱مه په دوه ورځني سفر قطر ته ځي.

د پاکستان وزیراعظم به په دوحه کې د هغه هیواد له امیر، وزیراعظم او نورو لوړ رتبه چارواکو سره ګوري. د نوموړي د سفر د اېجنډا په اړه ویل شوي چې په دې سفر کې به عمران خان له قطري چارواکو سره په دوه اړخیزو معاملاتو، د پاکستان سره پر مرستو او په قطر کې د مېشتو پاکستانیانو د ژوند او کار په اړه خبرې کوی.

د پاکستان د بهرنیو چارو د وزارت ویاند ډاکټر فیصل د جنورۍ پر ۱۷مه په اونیزه خبري غونډه کې ویلي وو چې عمران خان ته د دې سفر بلنه د قطر امیر شېخ تمیم بن حماد الثاني ورکړېده.

په ۲۰۱۸م کال کې د وزیراعظم جوړېدو نه پس قطر ته دا د عمران خان لومړنی سفر دی.

د ډاکټر فیصل په وینا عمران خان به په دې سفر کې د پاکستان او قطر ترمنځ د تجارتي اړیکو په زیاتولو، خپل منځیو مرستو او په قطر کې د ۱۰۰ زرو پاکستایانو لپاره د روزګار د بندوبست کولو په اړه د قطر د امیر شېخ تمیم بن حماد الثاني او وزیراعظم عبدالله بن نصیر بن خلیفه الثاني سره خبرې کوي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شا محمود قریشي د ۲۰۱۸ کال د ډېسېمبر پر ۳۰مه قطر ته د رسمي سفر پر مهال د هغه ځای د چارواکو سره پاکستاني کارګرانو ته د کاري فرصت د پیدا کولو خبره پورته کړې وه.

شنونکی اعجازخټک وايي، پاکستان چې دا مهال د سترو اقتصادي بحرانونو سره مخ دی، د عمران خان هڅه ده چې د ملګرو هیوادونو سره د خپلو مشکلاتو د کمولو او د مرستو د ترلاسه کولو لپاره دا ډول سفرونه تر سره کړي.

د پاکستان وزیراعظم عمران خان د جنورۍ پر دریمه په ۲ ورځني سفر ترکي ته هم تللی و، تر هغې وړاندې یې د ۲۰۱۸م کال په نومبر کې ملیشیا او چین ته هم رسمي سفرونه کړي وو.

XS
SM
MD
LG