د لاسرسي ځای

تازه خبر

پېښور کې د جينکو د سايکل ځغل سیالۍ ځنډېدلې


ثمر خان (ارشيف)
ثمر خان (ارشيف)

په پېښور کې نن [د جنورۍ پر ۱۹مه] د جينکو د سایکل ځغل سیالۍ د ځیني مذهبي ګوندونو د مخالفت له کبله ځنډول شوي دي.

((زموږ ژوندون)) نومې یوه غېر سرکاري تنظیم د دې ځغل تابیا د جنورۍ پر ۱۹مه د پېښور په حیات اباد کې کړې وه.

د دغه تنظیم مشرې وفا وزیر مشال راډیو ته ویلي، دا سیالۍ يې د امن د پیغام خورولو لپاره کولې خو ځېنو مذهبي ډلیو پرې اعتراض وکړ.

جمیعت علما اسلام او جماعت اسلامي د دې سیالیو پرضد د احتجاج دړکه ورکړې وه.

د جماعت اسلامي مرستیال امیر صابر اعوان مشال راډیو ته ویلي، هغوی به د امن په نوم د مغربي قدرونو د قوي کولو اجازه ورنکړي او که ضرورت شو نو په دغه اړه به له انتهايي ګام پورته کولو هم ډډه ونکړي.

بلخوا د پېښور حیات اباد سپورټس کمپلیېس چارواکي وايي، دا سیالۍ يې ځکه ځنډولې دي چې د انتظامیې له خوا ورته له وړاندې اجازه نه وه ورکړل شوی.

د سایکلونو د ځغل لپاره ۳۵ جينکو خپل نومونه راجسټر کړي ول.

XS
SM
MD
LG