د لاسرسي ځای

تازه خبر

پارلمان کې به د پوځي عدالتونو د مودې غځولو مخالفت کوو: پيپلز ګوند


د عدالت څټک
د عدالت څټک

پاکستان پیپلز ګوند ویلي، دا ځل به په دغه هیواد کې د پوځي عدالتونو د مودې غځولو مرسته ونه کړي.

د جنورۍ پر ۱۸مه په کراچۍ کې د پیپلز ګوند د مرکزي کمیټۍ د غونډې وروسته یو خبري کانفرانس ته د وینا په وخت د ګوند یو مشر فرحت الله بابر وویل پوځي عدالتونه د لادرکه کړل شویو خلکو عدالتونو ته د نه وړاندې کولو لپاره د بهانې په توګه کارول کېږي.

بابر زیاته کړه پوځي عدالتونه د تری تم کړل شويو خلکو پر ضد هم وکارول شول، نو ځکه یې ګوند پرېکړه کړې ده چې که د عدالتونو د مودې غځولو ترمیم په قامي اسمبلۍ کې وړاندې شي نو ګوند به یې په مخالفت کې رايې ورکوي.

بلخوا د پاکستان د پوځ ویاند مېجر جنرال اصف غفور د جنورۍ پر ۱۸مه د پاکستان له شخصي ټېليویژن چېن ((دنيا نيوز)) سره په مرکه کې ویلي چې پوځي عدالتونه له لادرکه کسانو سره هېڅ تړاو نه لري او په ترهګرۍ تورنو کسانو مقدمې په کې اورېدل کېږي.

نوموړي زیاته کړه پوځي عدالتونو تر اوسه ۳۴۵ کسانو ته د مرګ سزا اورولې ده.

پوځي عدالتونه په ۲۰۱۵م کال کې جوړ کړل شوي ول چې د کار موده يې روانه جنورۍ مياشت کې پای ته رسېدلې ده.

XS
SM
MD
LG