د لاسرسي ځای

تازه خبر

حنیف اتمر د راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو لپاره نوملیکنه وکړه


حنیف اتمر (منځ) د راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو لپاره یونس قانوني (کيڼ) لومړی مرستیال او محمد محقق (ښي) دوهم مرستیال اعلان کړ.
حنیف اتمر (منځ) د راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو لپاره یونس قانوني (کيڼ) لومړی مرستیال او محمد محقق (ښي) دوهم مرستیال اعلان کړ.

د افغانستان د ملي امنیت پخواني سلاکار محمد حنیف اتمر خپل انتخاباتي ټکټ اعلان او راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو ته يې د کاندید په توګه نوملیکنه وکړه.

محمد حنیف اتمر د جنورۍ پر ۱۸مه په رسمي توګه خپل ځان د راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو ته د کاندید په توګه له خپلو مرستیالانو سره په کابل کې د انتخاباتو په کمېسیون کې ثبت کړ.

نوموړي له نوم‌ لیکنې وړاندې د خپلو ملاتړو او پلویانو په یوې غونډه کې له حکومته وغوښتل چې د انتخاباتي بنسټونو خپلواکي ته احترام ولري.

​نوموړي زیاته کړه:​ "موږ له حکومته غواړو چې انتخاباتي بنسټونو خپلواکي ته احترام ولري، د انتخاباتو پر تصمیمونو دي انحصار قطع کړي، هره ورځ د ملت له مشورې پرته یو نوی تصمیم نیول کېږي، یو ورځ انتخابات ځنډوي، بله ورځ د نوملیکنې بهیر او بله ورځ هم د انتخاباتو بنسټونو د برخلیک او نورې ورځې د انتخاباتو د قانون د بدلون په اړه خبرې کوي."

اتمر وویل چې حکومت او انتخاباتي بنست باید د راتلونکو انتخاباتو په وړاندې مسولانه چلند وکړي، څو ولسي جرګې د انتخاباتو ترخه تجربه تکرار نه‌ شي.

د حنیف اتمر چې خپل انتخاباتي ټیم یې د سولې او اعتدال په نامه نومولی، محمد یونس قانوني د لومړي مرستیال، محمد محقق د دوهم مرستیال او محمد عالم ساعي، د ترک ټبار د قوم په استازولي په خپل انتخاباتي ټکټ کې شامل کړي دي.

اتمر د ریاستي نظام د بدلون خبره په کلکه رد کړه، خو ټینګار یې وکړ چې له بریالیتوب وروسته به د لویې جرګې له لارې په اساسي قانون کې تعدیل راولي چې له مخې به یې دغه نظام ساتل کېږي، خو د نظام د ښېګڼې لپاره به په‌کې اصلاحات رامنځته کوي.

​د محمد حنیف اتمر په خبره په ریاستي نظام کې به د صدارت او د درېیم مرستیالۍ پوستونه او همدا شان به د مشورتي عالي شورا چې مطرحې سیاسي او جهادي به په‌ کې وي رامنځته کوي.

اتمر وايي چې له انتخاباټي ټیم یې شاوخوا ۳۰ سیاسي ګوندونو او جریانونو او د مخکنی ولسمشر حامد کرزی، صبغت الله مجددي، محمد اسماعل خان، عطا محمد نور په ګډون ۲۰ مطرحو سیاسي څېرې یې ملاتړ کړی دی.

تر اوسه هم عبدالحکیم تورسن، سیدنورالله جلیلي، عبدالطیف پدرام، زلمي رسول، نور الحق علومي، فرامز تمنا او حنیف اتمر د جمهوري ریاست راتلونکو انتخاباتو ته ځانونه کاندیدان کړي دي.

بلخوا افغان ولسمشر محمد اشرف غني ته نېږدې سرچینو ویلي چې د جمهوري ریاست راتلونکو انتخاباتو لپاره خپل انتخاباتي ټکټ بشپړ کړ او ژر به ځان کاندید کړي.

ټاکل شوې چې د جمهوري ریاست انتخابات د راتلونکي لمریزکال د سرطان په ۳۱ مه ترسره شي، خو دغو انتخاباتو د ته کاندیداتورۍ نېټه د جنورۍ پر ۲۰مه پای ته رسېږي.

افغان حکومت لا له وړاندې ویلي و چې د انتخاباتي کمېسیونونو کارونو او پریکړو ته بشپړ احترام لري، نه خپله او نه به هم چا ته اجازه ورکړي چې د کمېسیونونو خپلواکي تر پوښتنې لاندې راولي.

په ورته وخت کې د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمېسیون هم وايي چې د قانون له مخې دوی په خپلو چارو کې خپلواک دي او چا ته هم د مداخلې اجازه نه ورکوي.

​د دغه کمېسیون مرستیال ویاند مېرزا محمد حق‌ پرست په‌ دې اړه مشال راډيو ته وویل: "ټول افغان ولس ته ډاډ ورکوو، د انتخاباتو خپلواک کمېسیون چې څلور ډوله انتخابات په وړاندې لري له خپل قانوني صلاحیت نه په استفادې به په پوره خپلواکي به خپلې چارې پرمخ وړي."

د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمېسیون وايي چې تراوسه د دوو ښځو په ګډون له ۷۰ زیاتو کسانو د انتخاباتو معلوماتي کڅورې ترلاسه کړي، خو اوس به ولیدل شي چې په راتلونکو څو ورځو کې څو کسان د جمهوري ریاست انتخاباتو نوم‌ لېکنه کوي.

XS
SM
MD
LG