د لاسرسي ځای

تازه خبر

په خوست کې لاریونوالو د سولې د خبرو پیلېدو غوښتنه کړې


په خوست کې د لاریون ګډونوال
په خوست کې د لاریون ګډونوال

موږ افغانان سوله غواړو، جنګ نه غواړو، موږ ژوند غواړو!!

دا د هغو سلګونو لاریونوالو شعارونه دي، چې د جنورۍ پر ۱۷مه يې د خوست ښار په مرکزي واټ کې د یو اعتراضیه لاریون له لارې د بین الافغاني خبرو اترو غوښتنه وکړه.

یاد ولسي لاریون چې د سولې د ولسي حرکت په بلنه جوړ شوی وو، ویناوالو په کې له وسله والو طالبانو وغوښتل چې د پردیو پر ځای له خپلو افغانانو سره خبرو اترو ته تیار شي.

ویناوالو وسله وال طالبان مخاطب کړل، که دوی امریکایانو، روسانو او نورو بهرنیانو سره خبرو ته کیني، نو خپل ولس سره دې هم خبرې وکړي، ځکه ولس درد لري او د دې وطن دردیدلې کوڼدې او یتیمان له دوی ځواب غواړي.

حاجي محمد نیکزاد چې د کندهار ولایت اوسیدونکی او د سولې د ولسي حرکت له مشرانو دی مشال راډيو ته وویل، دوی سره د جګړې ټولو خواوو د سولې غوښتنه منلې ده، خو یوازې طالبانو ځواب نه دی ورکړی.

ښاغلي نیکزاد زیاته کړه:

((موږ د ټولو اړخونو سره خبرې کړي دي، یو د طالب ورور اړخ پاتې دی او طالب ورور اړخ ته هم موږ دا اته نهه میاشتې کیږي، چې ژغ کړی دی، دوی ته مو خطونه لیږلي دي، دوی ته مو سپینږېري ورلیږلي دي خو دوی جواب نه دی راکړئ، نو ځکه موږ اوس په دریو ولایتونو کندهار، ننګرهار او خوست کې د اعتراض په ډول لاریون کړی دی.))

نوموړي د دې پوښتنې په ځواب کې چې طالبانو په پرلپسې توګه افغان حکومت سره خبرې رد کړي وویل، چې دولت سره يې خبرې خپل کار دی، خو تر هغې مخکې د دوی غوښتنه داده چې طالبان په خپله د ولس او د سولې د ولسي حرکت سره خبرو ته کیني.

څو میاشتې وړاندې په خوست کې هم د سولې په پلوی یو حرکت پیل شو، چې بیا وروسته د هلمند د سولې له ولسي حرکت سره یو ځای شو.

د یاد حرکت یو تن خوستوال غړی سمیع الله همدرد وايي، چې که په خپله افغانان د سولې لپاره یو لاس نه شي، نور خلک دې ولس ته سوله نشي راوستلی.

ده وویل، خلک دې په چاودنو، ترهګریزو بریدونو او چاپو کې د مړ کیدو او ژوبلیدو پر ځای د سولې لپاره قرباني ورکړي، تر څو لږ تر لږه خپل راتلونکې نسل ته یو سوله ییز افغانستان تر شا پرېږدي.

بلخوا د خوست اوسیدونکي هم د سولې لپاره دا ډول ولسي حرکتونه ګټور بولي او وايي، چې له دې سره نړیوال، حکومت او طالبان مجبورېږي چې د ولسونو د سوله غوښتنې غږ واوري.

دوی زیاتوي، د جګړې اصلي متضررین او قربانیان عام خلک دي، نو د سولې په بهیر کې باید عامو خلکو ته هم ونډه ورکړل شي.

د سولې ولسي حرکت په هېواد کې د جګړې د ختمېدو او سولې په خاطر نهه میاشتې وړاندې له هلمنده خپل خوځښت پیل کړ او بیا يې نړیوالو ، حکومت او طالبانو ته د سولې د پیغام رسولو په خاطر د کابل په شمول څو ولایتونو ته سلګونه کیلومتره پلي مزلونه وکړل.

د یاد حرکت مشران وايي، که وسله وال طالبان بین الافغاني خبرو اترو ته حاضر نه شي، نو دا ډول ولسيلاریونونه به د افغانستان په ۳۴ ولایتونو کې ترسره کړي.

XS
SM
MD
LG