د لاسرسي ځای

تازه خبر

څانګه به نن سبا کې ګل شي


ثنا اعجاز (کیڼې خوا ته) او وړانګه لوڼۍ په بنو کې د جلسې کیمپېن پر مهال
ثنا اعجاز (کیڼې خوا ته) او وړانګه لوڼۍ په بنو کې د جلسې کیمپېن پر مهال

د پښتنو په قامي تحریکونو کې ښځو ډېر مهم رول لوبولی دې ، که څه هم دغه ښځې په شمېر کې ډېرې کمې وې،خو په قامي او سیاسي تحریکونو کې یې کردار د پام وړ دی.

په خیبر پښتونخوا او نورو پښتنو سیمو کې اوس د پخوا په نسبت زیاتې ښځې په سیاسي ګوندونو، د بشري حقونو په ادارو او یا په ټولنه کې د خپل حق پورته کوونکو په لېسټ کې لیدل کېږي.

په دوی کې یوه ثنا اعجاز ده.

نوموړې له تېرو ۱۰ کلونو راهیسې په خېبر پښتونخوا کې د بشري حقونو لپاره غږ پورته کوي او اوس د پښتون ژغورني غورځنګ (پي ټي اېم)یوه فعاله غړې ده.

ثنا اعجاز وایي، اوس د پخوا په نسبت نجونه په جلسو او نورو ولسي غونډو کې لیدل کېږي چې یوه پکې د بلوچستان د سنځاوۍ وړانګه لوڼۍ هم ده.

نوموړې د طب پوهنځي زده کوونکې ده او شاعري هم کوي.

هغه د پښتون ژغورنې غورځنګ یوه بله تکړه فعاله ده.

لوڼۍ وایي، باید نجونه د خپل ولس پر مسلو ځان پوهه کړي او په دغه لړ کې خپل پوره رول ولري.

له دواړو سره مو په تاندې هیلې خپرونه کې خبرې کړې دي چې تاسې یې د غږ په ځای کې اورېدای شئ.

تاندې هیلې
تم شئ
نښلول

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:15:22 0:00
د ډاېرېکټ لېنک

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG