د لاسرسي ځای

تازه خبر

اپوزيشن د پارلېمان دننه او بهر د ګډې تګلارې عملي کولو پرېکړه کړې


 د اپوزيشن د مشر، شهباز شريف پخوانی عکس
د اپوزيشن د مشر، شهباز شريف پخوانی عکس

پراګ - د پاکستان ټولو اپوزيشن ګوندونو په پارلېمان دننه او بهر د ګډې حکمت عملۍ خپلولو او له حکومت سره د خبرو لپاره د يوې ګډې کمېټې جوړولو پرېکړه کړې.

د جنورۍ د ۱۵مې پر ماخوستن په اسلام اباد کې د اپوزيشن د مشر شهبازشريف په مشرۍ د سياسي ګوند تر غونډې وروسته شهباز شريف خبريالانو ته وويل، ياده کميټي چې پکې د ټولو سياسي ګوندونو استازي دي، دا به د پوځي عدالتونو د غځولو په مسله، د رسنيو په ازادۍ، معاشي حکمت عملۍ او نورو مسلو له حکومت سره خبرې کوي.

شهباز شريف تور پوری کړ چې د موجوده حکومت د نا اهلۍ له وجې ملک دا وخت له يوشمېر ستونزو سره مخ دی نو ځکه ټول سياسي ګوندونه رايوځای شوي چې د دې ستونزو مخه ونيول شي:

"په تېرو پينځو مياشتو کې د پاکستان تحريک حکومت د بدترينې نا اهلۍ، غفلت او اختلافاتو له کبله په ټول ملک کې دا وخت د ګرانۍ توپان [راغلی] دی. د بجلۍ،ګيس او نورو شيانو نرخونه زيات شوي.بې روزګاري مخ په زياتېدو ده.برامدات او سرمايه کاري په ختمېدو ده. د ډالر په مقابله کې د روپۍ ارزښت ۳۰ فيصده کم شوی دی."

بلخوا د پاکستان د خزانې وفاقي وزير اسد عمر د جنورۍ پر ۱۵مه په اسلام اباد کې له خبريالانو سره په خبرو کې وويل چې د ملک اقتصاد يې ښه لور ته روان کړی. البته نوموړي پخواني حکومتونه د معاشي بدحالۍ ذمه واره وګرځول.

د شهبازشريف په مشرۍ پرونۍ غونډه کې د پيپلز پارټۍ د مشرانو اصف علي زرداري او بلاول زرداري په ګډون د يو شمېر اپوزيشن ګوندونو غړو برخه واخسته. له غونډې لږه شېبه مخکې بلاول بهټو خبريالانو ته وويل ګرانه ده چې ګوند يې د پوځي عدالتونو د مودې د غځولو ملاتړ وکړي:

"موږ پريکړه کړې چې د ولس په معاشي ، جمهوري،بشري او نورو حقونو سمجهوته ونکړو. اپوزيشن د يوې کميټې جوړولو پريکړې چې د راتلونکې تګلاره به ټاکي."

په پېښور کې د چارو پوه افراسياب خټک وايي: "د اپوزيشن دغه اتحاد رښتينی ښکاري. ولس دا وخت له يوشمېر ستونزو سره مخ دی او که اپوزيشن ګوندونه د دې مسلو د مخنيوي لپاره په ګډه نه راپورته کيږي نو بيا به د ولس په سترګو کې د دې سياسي ګوندونو ارزښت ختم شي."

بلخوا د پاکستان وزيراعظم عمران خان د جنورۍ په ۱۵ مه په خپل يو ټوېټر پېغام کې ويلي دي چې د جنورۍ پر ۱۴مه له قامي اسمبلۍ د اپوزيش ګوندونو واک اوټ يا وتلو هدف پر حکومت فشار راوړل دي چې له دوی سره سياسي جوړجاړی وکړي.

XS
SM
MD
LG