د لاسرسي ځای

تازه خبر

د ننګرهار دیني عالمانو او مشرانو پر وسله والو غږ وکړ چې سوله وکړي


دیني عالمانو او مشرانو د خبري غونډې پر مهال د سولې غږ وکړ
دیني عالمانو او مشرانو د خبري غونډې پر مهال د سولې غږ وکړ

جلال اباد - په ننګرهار کې دیني عالمانو او قومي مخورو په یوه رسنيز کنفرانس کې په جنګ کې له ښکېلو ډلو وغوښتل چې افغان وژنه بنده کړي او دايمي سوله وکړي.

په دغه رسنیز کنفرانس کې چې د جنورۍ په ۱۴مه نېټه د ننګرهار د رسنيو په دفتر کې جوړ شوی وو، دیني عالمانو او قومي مخورو پر حکومت او وسله والو طالبانو غږ وکړ چې نور جنګ بس کړي او د سولې په ټغر سره ورټول شي.

د ننګرهار د دیني عالمانو د شورا په استازیتوب مولوي حبیب الله جلال ابادي وويل: "د امن او سولې لپاره موږ د ننګرهار ولایت ټول دیني عالمان او قومي مشران له دواړو لورو خواست کوو چې چې پر دې مظلوم ملت رحم وکړئ، راشئ چې د اور او د غم دا ټغر له دې خاورې راټول کړو، او په خپل منځ کې سره د اتفاق او اتحاد لاس ورکړو."

له خپلو شخصي ګټو، او قدرت طلبیو تېر شئ او د دې مظلوم ملت په حال باندې رحم وکړئ.
حاجي وارث خان

مولوي محمد مطهر په جنګ کې په ښکېلو ډلو غږ وکړ: "زموږ هغه میندې چې د حی علی الفلاح او حی علی الصلاة اواز سره پاڅېږي، او د الله تعالی عبادت او اطاعت شروع کوي، ټوله ورځ يې په ژړا وي، ټوله ورځ يې په غم وي، نو له ټولو دا تقاضا کوو چې راشئ او د سولې لاس سره ورکړئ."

قومي مشر حاجي وارث خان وویل، جنګ ورته کونډې او یتیمان پرېښي، او د دوی اقتصاد يې زیانمن کړی دی:

"موږ ولسونه او دیني عالمان په دواړ لورو چې په جنګ کې ښکېلې دي، له دې سټېج او د دې رسنيو د دفتر له لارې پرې غږ کوو چې د خدای خاطر وکړئ، نور له خپلو شخصي ګټو، او قدرت طلبیو تېر شئ او د دې مظلوم ملت په حال باندې رحم وکړئ."

په غونډه دیني عالمانو او قومي مخورو په حکومت وسله والو طالبانو غږ وکړ چې د سولې په برخه کې دې په بهرنیانو باور نه کوي، د ديني عالمانو يوه کمېټه دې جوړه کړي چې وسله والو طالبانو ته د اسلامي ارشاداتو په رڼا کې قناعت ورکړي چې بين الافغاني سولې ته غاړه کښېږدي.

XS
SM
MD
LG