د لاسرسي ځای

تازه خبر

جلال اباد کې د هندوانو او سېکانو ښوونځی پرانیستل شو


جلال اباد کې د هندوانو او سېکانو ښوونځی پرانیستل شو
جلال اباد کې د هندوانو او سېکانو ښوونځی پرانیستل شو

جلال اباد ـ دافغانستان د پوهنې وزیر د جنورۍ په ۱۳مه، په جلال اباد کې د هندوانو او سیکانو ماشومانو لپاره د یو ښوونځي پرانیسته وکړه.

میرویس بلخي د دې ترڅنګ د صدیق الله رښتین ښوونځي پرانیسته هم وکړه او په شهيد عارف لیسه کې يې د ښوونځي د يوې ودانۍ د بنسټ ډبره هم کېښودله.

د افغانستان د پوهنې وزارت چارواکي وايي چې په ۱۳۹۸ لمریز کې به په په ننګرهار کې ۱۹۰ بابه ښوونځي جوړ شي او د ښوونکو د کمبود کچه به تر ډېره راکمه کړي.

د افغانستان د پوهني وزیر په جلال اباد کې په همدې اړوند جوړې شوې يوې غونډې ته د وینا پر مهال وویل چې په راتلونکي تعلیمي کال کې به په ټول افغانستان کې ۲۷۹۰ ښوونځي جوړېږي چې ۱۹۰ بابه سهم پکې ننګرهار ته ورکړل شوی دی.

دی وايي:

"موږ ۶۰۰۰ ښوونځي د کلي د پراختيا وزارت په مرسته په ۵۴ ډيزاینونو کې تکميل کړي، په روان کال کې به د۲۷۰۰ ښوونځي بشپړ شي او په راتلونکي تعلیمي کال کې به ۱۹۰ بابه ښوونځي په ننګرهار کې جوړ شي."

په غونډه کې وینا والو د ښوونکو له کموالي شکایت کولو، د دولتي ښوونځيو په استازولۍ د زرغونې شهيد او د خصوصي ښوونځي په استازولي برهان الدین سيرت په ننګرهار کې د ښوونکو د بستونو د ډېرولو غوښتنې وکړي.

زرغونه شهيد وویل، په لرې پرتو سيمو کې د وظیفو د اجرا کولو پر مهال باید هغوی ته مناسب امتیازات ورکړل شي، څو هغوی تشویقې شي او هلته د تدریس لپاره کار ته زړه ښه کړي.

برهان الدین سيرت بیا وویل، په ننګرهار کې شاوخوا ۵۰۰۰ ښوونکو ته اړتیا ده، چې باید په تشکیل کې ورته خاصه پاملرنه وشي.

د دوی د غوښتنو پر وړاندې د افغانستان د پوهني وزیر میرویس بلخي وویل:

"په ټول افغانستان کې ۷۰ زرو ښوونکو ته اړتیا ده، ۲۳ زره حق الزحميي ښوونکي موږ د اړتیا په صورت کې استخدام کړي، خو په پام کې لرو چې هر کال موږ له ۲۰ څخه تر د۳۰ زرو پورې ښوونکي استخدام کړو، تر څو د پوهنې لسیزه چې ۱۴۰۹ لمریز کال پورې به دوام وکړي، موږ د ښوونکو د کمبود ستونزه ونه ولرو."

په ننګرهار کې دا مهال د لسګونو حکومتي ښوونځیو ترڅنګ لسګونه شخصي ښوونځي هم فعالیت کوي او د پخوا پر تله کورنۍ په زیاته اندازه خپل ماشومان سکولونو ته استوي.

XS
SM
MD
LG