د لاسرسي ځای

تازه خبر

اسماعیل شاهد وايي ۴۳ کاله یې اداکاري کړېده


د مشال مرکې پاڼې ته ښه راغلاست. دا اوونۍ مو د پښتو ژبې د پېژندل شوي مزاحیه ادا کار اسماعیل شاهد سره د هغه پر ژوند او کار خبرې کړې دي.

نوموړی وايي، ۴۳ کاله کېږي چې د خلکو پر مخونو خندا خوروي او د اداکار په حیث یې له خلکو لمن لمن مینه ټوله کړې ده.

دی وايي، پخوا به اداکار جوړېدل اسان کار نه وو، ډېرې ستړې به ګالل کېدې او د معیاري کار کوونکي کسان به په ډرامو کې د کار کولو وړ ګڼل کېدل. خو وايي، اوس څوک په ډرامو کې څوک دومره محنت نه کوي، هر څه په منډه دي.

اسماعیل شاهد په دې مرکه کې دا هم وايي چې پخوانیو ډرامو کې به هڅه کېده د پښتنو سوچه کولتور نندارې ته وړاندې شي، خو اوس په ډرامو کې چې څه ښودل کېږي هغه د دې ځای د خلکو د سوچه کولتور استازیتوب نه کوي.

له اسماعیل شاهد سره د مشال مرکه دلته لاندې پر فلش پلیر کې اورېدلی شئ:

XS
SM
MD
LG